کابل (شال نیوز) : طالبانو اعلان کړی چې د دې ډلې مشر، هبتالله اخندزاده په کابل کې د یوه لوی جومات د بنسټ ډبره اېښې چې د هغه په نوم به جوړ شي. د بلخ لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، د دغه جومات د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د طالبانو وزیرانو او د اوو زونونو والیانو ګډون کړی و.
د طالبانو په وینا، دغه جومات به د کابل ښار د چمن حضوري په سیمه کې جوړ شي او په یو وخت کې به د ۵زرو لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.
د دغه جومات د جوړولو چارې د کابل پوهنتون په څنډه کې د یوې غونډې پر مهال پیل شوې چې په کې د طالبانو یو شمېر ملاتړو دیني عالمانو د دې ډلې له مشر، هبتالله اخندزاده سره یو ځل بیا بیعت وکړ.
په همدې غونډه کې دغو دیني عالمانو هبتالله اخندزاده ته د «شیخالاسلام» لقب هم ورکړ، هغه لقب چې د طالبانو د مشر د مذهبي او سیاسي ځایګوټي د پیاوړتیا په توګه تعبیرېدای شي.
هبتالله اخندزاده د دوشنبې په ورځ کابل ته تللی او د کابل پوهنتون په دغه غونډه کې یې وینا کړې وه. نوموړی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کندهار کې اوسېږي، او ډېر کم په عامه غونډو کې راڅرګندېږي.
طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته د جوماتونو او دیني مدرسو جوړولو او پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. دغه ډله هڅه کوي چې د دیني بنسټونو او عالمانو له لارې خپل مذهبي نفوذ او واکمنۍ ته مشروعیت ورکړي.
بل لور ته، د طالبانو د مشر په نوم د یوه لوی جومات جوړول او په ورته وخت کې نوموړي ته د «شیخ الاسلام» لقب ورکول داسې مهال دي چې د طالبانو د حکومت د مشرتابه د واکونو د پراخوالي، د دیني عالمانو د رول او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه بحثونه روان دي.


شال نیوز