کابل (شال نیوز) : طالبان وايي، مشر یې ملاهبتالله اخندزاده تېرماښام په ارګ کې د خپلې ډلې له رييس الوزرا او یو شمېر نورو مسوولانو سره لیده کاته کړي دي.
د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه ویلي، اخندزاده تېرماښام د خپلې ډلې له رییسالوزرا، ملامحمد حسن اخند، ګڼو وزیرانو او یو شمېر مسوولانو سره په ارګ ماڼۍ کې کتلي، خو مجاهد د دغې لیدنې په تړاو نور جزییات نهدي ورکړي.
د طالبانو مشر له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی او په کابل پوهنتون کې د فرمانونو په تړاو په غونډه کې له ګډون سربېره تېره ورځ یې د خپلې ډلې له دفاع وزارت څخه لیدنه کړې او همداراز یې د کابل په حضوري چمن کې په خپل نوم د یوه جومات د جوړېدو د بنسټ ډبره هم کېښوده.
هغه له دې سربېره په کابل کې له یو شمېر دیني عالمانو سره هم کتلي دي. کابل ته د طالبانو د مشر د سفر یوه موخه د دې ډلې په مشرتابه او د ادارې په کچه د رامنځته شویو اختلافاتو حل او د هغو چارواکو د نظرونو نږدې کول دي چې د هغه له ځینو فرمانونو او پرېکړو سره موافق نهدي.
د افغانستان نجونو د زدهکړې او ښځو د کار په اړه د هبتالله تګلارې هم د طالبانو په منځ کې د اختلاف یو لامل ګڼل کېږي.


شال نیوز