کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال د ننګرهار والي، ضیاالحق امرخېل تلویحاً په کابل پوهنتون کې د هبت‌الله اخندزاده د فرمانونو د ارزونې په موخه شاوخوا ۴۰۰ طالب پلوه دیني عالمان چاپلوسان او غوړه مالان وبلل.

 

هغه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: “چاپلوسي یو ستر آفت دی؛ ځکه حق باطل او باطل حق ګرځوي. غوړه مالان، علاوه له دې چې د خلکو په وړاندې ذلیل وي؛ د وجدان په عذاب هم اخته وي. الله تعالی دې موږ له دغې بدې ناروغۍ، وساتي. آمین.”

 

په کابل پوهنتون کې د جوړې شوې غونډې پر مهال د طالبانو پلوه دیني عالمانو تېره ورځ د دغې ډلې مشر، ملاهبت‌الله اخندزاده ته د «شیخ‌الاسلام» لقب ورکړ. دغه غونډه د ۲۰۲۶م کال د نومبر په ۱۷مه په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه چې هبت‌الله هم په کې ګډون او وینا وکړه.

 

د طالبانو اړوند چارواکو او سرچینو په وینا، زرګونو دیني عالمانو دا لقب په ديني او سياسي برخو کې د هغه د خدمتونو په پار ورکړ. خو د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر، فضل احمد معنوي دغه اقدام ته غبرګون وښود او ویې ویل چې «شیخ‌الاسلام» لقب هبت‌الله ته مشروعیت نه شي ورکولای.

 

ورته مهال د پکتیا او خوست پخوانی والي، محمد حلیم فدایي وايي، ملا هبت‌الله اخندزاده ته د شیخ‌الاسلام لقب ورکول ښايي هغه لا زړور کړي چې تر دې هم سخت او افراطي فرمانونه صادر کړي.

 

افغانستان : د طالبانو رابلل شوې غونډې هبت‌ الله اخندزاده ته د شیخ‌ الاسلام لقب ورکړ
افغانستان : د طالبانو رابلل شوې غونډې هبت‌ الله اخندزاده ته د شیخ‌ الاسلام لقب ورکړ
تمیم عاصي: د هبت‌الله علمي پوهه او نړۍ لید د کندهار د یوه جومات د ملا په کچه دي
تمیم عاصي: د هبت‌الله علمي پوهه او نړۍ لید د کندهار د یوه جومات د ملا په کچه دي

 

هغه وايي، د شیخ‌الاسلام لقب ورکول د دې مقام له معیارونو سره جفا ده، ځکه د نوموړي په باور، د دې مقام وړ کس باید د انحصار، استبداد، حذف او افراطیت پلوی نه وي او د بشري حقونو او د نجونو د زده‌کړو مخالفت ونه کړي.

 

فدایي زیاتوي، په څلور زره کسیزه غونډه کې د نجونو د زده‌کړو په ملاتړ د یوه غږ نه پورته کېدو ثابته کړه چې طالبان د یوې ډلې په توګه د نجونو له زده‌کړو سره مخالف دي. هغه هغه کسان هم ناسم بللي چې د نجونو د زده‌کړو مخالفت یوازې د کندهار د یوې کړۍ نظر ګڼي.

 

نوموړي د ملایانو دا غونډه د ملا هبت‌الله د فرمانونو د تایید یوه نمایشي غونډه بللې او ویلي یې دي چې طالبان غواړي له دې لارې خپل حکومت ته مشروعیت ورکړي. د دې ترڅنګ، ځینو افغان ښځو هم د هبت‌الله پر پالیسیو او د دغه لقب پر ورکولو نیوکې وکړې.