کابل (شال نیوز) : د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د ملي دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده پر وروستیو څرګندونو نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د هغه علمي پوهه، نړۍ لید او د پښتو ژبې ادبیات د کندهار د یوه محلي جومات د ملا په کچه دي.

 

عاصي د کابل پوهنتون په غونډه کې د هبت‌الله اخندزاده وینا ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو مشر افغانان د پسونو له رمې سره تشبیه کوي او په دې توګه د خلکو انساني عزت او درناوی تر پښو لاندې کوي.

 

نوموړي ادعا کړې چې د افغانستان نږدې ۷۰ سلنه خلک له لوږې سره مخ دي، خو د طالبانو مشر د خلکو د ستونزو د هوارولو پر ځای په وعظ او نصیحتونو بوخت دی.

 

د عاصي په وینا، د یوه هېواد د واکمن دنده یوازې خلکو ته نصیحت کول او د هغوی د فکر بدلول نه دي، بلکې باید د خلکو د ژوند ښه کولو، د بې‌وزلۍ کمولو او د اساسي اړتیاوو پوره کولو ته پام وکړي.

 

هغه د کابل پوهنتون په غونډه کې د لونګوټو وېشلو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې ښيي چې د طالبانو مشر د هېواد د راتلونکي لپاره څه ډول فکر او پروګرامونه لري.

 

عاصي ویلي چې افغانان پاکو اوبو، سړکونو، کار، روغتیايي خدمتونو او د خپلو ماشومانو لپاره ښوونځیو ته اړتیا لري، نه دې ته چې حکومت یې د جامو، وېښتانو او ظاهري بڼې څارنه وکړي.

 

نوموړي خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان راتلونکی نسل د بې‌وزلۍ، له نړۍ څخه د ګوښه کېدو او له زده‌کړو د محرومېدو له جدي خطرونو سره مخ دی.

 

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د نومبر په ۱۷مه په کابل پوهنتون کې یوې غونډې ته ویلي وو چې د خپل واک د ساتلو لپاره به افغانان په خپلو کې ونه جنګوي. هغه د مسلمانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې وو چې د فتنو د مخنیوي لپاره یې د طالبانو مشري منلې ده.

 

تر اوسه د تمیم عاصي د دغو څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت څه نه دي ویلي.