کابل (شال نیوز) : طالبان وایي، د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه یو شمېر دیني عالمانو د دغې ډلې مشر هبت‌الله اخندزاده ته د «شیخ‌الاسلام» لقب ورکړی دی.

 

د طالبانو د ادعا له مخې، دغه لقب د دیني عالمانو له لوري هبت‌الله اخندزاده ته د هغه د دیني مقام او علمي شخصیت په نوم ورکړل شوی دی. خو تر اوسه د دې پرېکړې د څرنګوالي، د ګډونوالو د شمېر او د عالمانو د نظرونو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي.

 

تر دې وړاندې، تېره ورځ طالبانو د کابل پوهنتون په یوه غونډه کې له ګډونوالو غوښتي وو چې د یوې پوښتنلیک په ډکولو سره د هبت‌الله اخندزاده ته د «شیخ‌الاسلام» لقب ورکولو په اړه خپل موافق یا مخالف نظر څرګند کړي.

 

د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې له ګډونوالو غوښتل شوي وو چې د دغه لقب د ورکړې په اړه خپل نظر څرګند کړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشرتابه په تېرو کلونو کې هڅه کړې، د هبت‌الله اخندزاده دیني او سیاسي مقام پیاوړی او د هغه د پرېکړو او فرمانونو د عملي کېدو لپاره د علماوو ملاتړ ترلاسه کړي.

 

په ورته مهال، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د هبت‌الله اخندزاده د فرمانونو په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې ویلي، لا هم د خلکو یوه لویه برخه د طالبانو د مشر له پالیسیو سره په ذهني توګه موافقه نه لري.

 

سراج‌الدین حقاني: ډېر خلک د هبت‌الله اخندزاده له پالیسیو سره موافق نه دي
سراج‌الدین حقاني: ډېر خلک د هبت‌الله اخندزاده له پالیسیو سره موافق نه دي
افغانستان : هبت‌ الله اخوندزاده د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای خپل کړی
افغانستان : هبت‌ الله اخوندزاده د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای خپل کړی

 

حقاني د خپلو څرګندونو پر مهال د خلکو د ذهني رضایت او د طالبانو د پالیسیو د منلو پر اهمیت ټینګار کړی دی. د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه، د سیاسي او مدني فعالیتونو محدودول او یو شمېر نورې پرېکړې له کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ شوې دي.

 

د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده، چې په کندهار کې مېشت دی، د دغې ډلې تر ټولو لوړ سیاسي او دیني واک په لاس کې لري او د هغه فرمانونه د طالبانو د حکومت د مهمو پالیسیو بنسټ جوړوي. د «شیخ‌الاسلام» لقب عموماً په اسلامي نړۍ کې د لوړ دیني او فقهي مقام لرونکو عالمانو لپاره کارول کېږي.

 

د دغه لقب د ورکړې موضوع په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د طالبانو د مشر د پالیسیو په اړه د ټولنې د بېلابېلو قشرونو د نظرونو او رضایت بحثونه دوام لري