کابل (شال نیوز) : د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د ۲۰۲۷ کال لپاره د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای خپل کړی دی. نوموړی د تېر کال په پرتله یوه درجه پورته شوی دی.

 

دا نوملړ د اردن د شاهي اسلامي ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هر کال خپروي او پکې د نړۍ د هغو مسلمانانو نومونه شاملوي چې په سیاست، مذهب، ټولنیزو چارو، اقتصاد، کلتور او ورزش کې د پام وړ نفوذ لري.

 

هبت‌الله اخوندزاده په ۲۰۲۶ کال کې په دغه نوملړ کې ۴۴م ځای درلود، خو د ۲۰۲۷ کال په نوملړ کې ۴۳م ځای ته رسېدلی دی. اخوندزاده د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته د دې ډلې مشر وټاکل شو. منصور د پاکستان په بلوچستان کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

 

په اګست ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، هبت‌الله اخوندزاده د دې ډلې د سیاسي، مذهبي او ټولنیزو پرېکړو تر ټولو لوړ واکمن پاتې شوی دی.

 

د نوموړي د مشرۍ پر مهال طالبانو د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي. په دغو محدودیتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو بندول او پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ بندیز هم شامل دي.

 

د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په راپور کې هم د اخوندزاده د پېژندنې پر مهال دغو محدودیتونو ته اشاره شوې ده. په دغه نوملړ کې د چا لوړ مقام د هغه د کړنو د تایید یا د ولسي محبوبیت معنا نه لري، بلکې د سیاسي، مذهبي او ټولنیز نفوذ د ارزونې څرګندونه کوي.

 

د نوملړ په سر کې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز، ولیعهد محمد بن سلمان، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډه لومړی مقام لري.

 

د دغو مشرانو تر ګډ لومړي مقام وروسته، د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي څلورم، د اردن پاچا عبدالله دویم پنځم، د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني شپږم او پاکستاني دیني عالم مفتي محمد تقي عثماني اووم ځای لري.

 

په نوملړ کې د افغانستان اووه کسان شامل دي. د هبت‌الله اخوندزاده ترڅنګ د طالبانو د حکومت مرستیال عبدالغني برادر، لیکوال خالد حسیني، د ښځو د حقونو فعالانې ملالۍ جویا او سیما سمر، د رسنیو څښتن سعد محسني او سندرغاړې آریانا سعید هم پکې دي.

 

په دغه نوملړ کې د مصر د فوټبال مشهور لوبغاړی محمد صلاح ۳۹م ځای لري. د ورزش او کلتور په نورو برخو کې د سادیو ماني، کریم عبدالجبار، زین‌الدین زیدان او حبیب نورمحمدوف نومونه هم راغلي دي.