کابل (شال نیوز) : د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ویلي چې په افغانستان کې ډېر خلک د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده له پالیسیو سره موافق نه دي او طالبان باید په خپلو کړنو ولس له ځانه ناراضه نه کړي.

 

حقاني دا خبرې د دوشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۶مه، په کابل کې د هبت‌الله اخندزاده د فرمانونو او پالیسیو د ملاتړ لپاره جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

 

نوموړي ویلي چې د طالبانو مشر ستاینې او صفتونو ته اړتیا نه لري، بلکې د حکومت مسوولین باید د خلکو ستونزو ته پام وکړي او داسې کارونه ونه کړي چې خلک ترې ناراضه شي.

 

حقاني وویل: «ډېر خلک د هبت‌الله اخندزاده له پالیسیو سره جوړ نه دي. موږ شرعاً په دې مکلف یو، څه چې د ځان لپاره خوښوو، باید د خلکو لپاره یې هم خوښ کړو او ولس باید له ځانه متنفر نه کړو.»

 

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په اوسنیو حساسو حالاتو کې د خلکو یووالي ته کار کول اړین دي.

 

هغه ویلي چې له اوږدې مودې وروسته په افغانستان کې د دوی په وینا، اسلامي نظام جوړ شوی، خو د دغه نظام ساتل او د حکومت د مسوولیتونو ترسره کول اسانه کار نه دی.

 

حقاني زیاته کړې چې اوس د حکومتي مسوولیتونو ترسره کول د تېرو شلو کلونو تر وسله‌والې مبارزې هم سخت دي. نوموړي ویلي چې د یوه نظام د دوام او ثبات لپاره ضروري ده چې بنسټونه یې پر شرعي اصولو ولاړ وي او چارواکي خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.

 

د هغه په وینا، که د یوه نظام بنسټ پر شرعي اصولو ولاړ وي، ثبات او پرمختګ به وکړي، خو له دغو اصولو پرته به اختلافات رامنځته شي. د حقاني دا څرګندونې په داسې غونډه کې شوې چې د طالبانو د مشر د فرمانونو او پالیسیو د ملاتړ او عملي کولو لپاره جوړه شوې وه.

 

که څه هم حقاني په خپله وینا کې د طالبانو پر یووالي ټینګار کړی، خو دا یې هم منلې چې ډېر خلک د هبت‌الله اخندزاده له پالیسیو سره موافق نه دي. تر اوسه د طالبانو د مشر دفتر د حقاني د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.