برلن (شال نیوز) : د افغان لیکوالې او د بشري حقونو فعالې زرغونې ولي په اروپا کې د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره په روانډا کې د یوه مرکز جوړولو له طرحې سره مخالفت کړی او د جرمني له چپي ګوند څخه یې غوښتي چې د دې طرحې پر وړاندې روښانه دریځ خپل کړي.

 

زرغونې ولي د نومبر په ۱۶مه په یوه اعتراضي اعلامیه کې ویلي، په روانډا کې د بېرته ستنولو مرکز جوړول د هغو پناه‌غوښتونکو د خوندیتوب، قانوني حقونو او انساني کرامت په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي چې په اروپايي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

 

هغې د جرمني، هالنډ، ډنمارک، اتریش او یونان حکومتونو ته په خطاب کې د ژنیو د کډوالو کنوانسیون او د بشري حقونو د اروپايي کنوانسیون د اصولو پر رعایت ټینګار کړی دی.

 

نوموړې له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د پناه‌غوښتونکو د دوسیو له خپلواکې او عادلانه ارزونې پرته دې هغوی درېیمو هېوادونو ته نه لېږدوي او د هغو کسانو د بېرته ستنولو مخه دې ونیول شي چې په خپلو اصلي هېوادونو یا نورو ځایونو کې د شکنجې، ځورونې او د ژوند له ګواښ سره مخ کېدای شي.

 

جرمني: په اوو هوايي ډګرونو کې د افغان کډوالو د ایستلو خلاف احتجاجونه کېږي
جرمني: په اوو هوايي ډګرونو کې د افغان کډوالو د ایستلو خلاف احتجاجونه کېږي
فرانسې له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو خبرې رسماً تایید کړې
فرانسې له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو خبرې رسماً تایید کړې

 

زرغونې ولي همداراز د روانډا په اړه د اروپايي هېوادونو د هر ډول هوکړو او همکاریو د خپلواکې څارنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو رد کېدل باید د کډوالو د اساسي او بشري حقونو د له منځه تلو لامل نه شي.

 

هغې په خپله اعلامیه کې لیکلي، د کډوالۍ ستونزه یوازې د خلکو په شړلو او د اروپا له پولو څخه په لرې کولو نه حلېږي او د حکومتونو بشري مسوولیتونه درېیمو هېوادونو ته د پناه‌غوښتونکو په لېږدولو نه پای ته رسېږي.

 

زرغونې ولي د جرمني له چپي ګوند، د دغه هېواد له پارلماني استازو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې د دې طرحې په اړه روښانه او مسوولانه دریځ خپل کړي. هغې د خپلې اعلامیې په پای کې ټینګار کړی چې پناه‌غوښتونکي انسانان دي، نه اداري دوسیې، او انساني کرامت د معاملې او لېږد وړ نه دی.