پیرس (شال نیوز) : د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې له طالبانو سره یې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره تخنیکي خبرې پیل کړې دي چې په دغه هېواد کي د قانوني اوسېدو اجازه نه لري او د فرانسې امنیت ته ګواښ بلل کېږي.

 

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اکتوبر پر اتمه په پیرس کي یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغو خبرو مقصد د فرانسوي وګړو امنیت خوندي کول او افغانستان ته د هغو کسانو د لېږلو لپاره د لارې موندل دي چې د فرانسې د چارواکو له خوا خطرناک پېژندل شوي دي.

 

ویاند څرګنده کړې چې په دې بهیر کي به ښځې او پناه غوښتونکي نه شاملېږي.

 

د فرانسې حکومت تر اوسه د هغو افغانانو شمېر نه دی اعلان کړی چې ښايي افغانستان ته واستول شي، خو د فرانسې خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله ویلي چې شمېر یې سلګونو ته رسېدای شي. فرانسوي چارواکو دا هم ویلي چې اوس مهال فرانسې ته د طالبانو د استازو د ورتګ کومه طرحه نه لري.

 

د افغانانو د ویستلو د چارو په اړه خبرو لپاره درې کسیزه طالب پلاوی جرمني ته تللی
د افغانانو د ویستلو د چارو په اړه خبرو لپاره درې کسیزه طالب پلاوی جرمني ته تللی

 

فرانسې په ۲۰۲۱ کال کي د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په کابل کي یې سفارت تړلی دی. د فرانسې حکومت ټینګار کوي چې دا تخنیکي خبرې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.

 

تر دې وړاندې جرمني هم له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو لپاره خبرې کړې وې او افغانستان ته یې د یو شمېر کسانو د بېرته لېږلو بهیر پیل کړی دی. د فرانسې د حکومت له خوا لا دا نه ده څرګنده شوې چې افغانستان ته به د افغانانو ایستل کله پیل شي او په لومړي پړاو کي به څومره کسان واستول شي.