برلین (شال نیوز) : په جرمني کي د کډوالو د حقونو مدافع ډلو اعلان کړی چې د راتلونکې شنبې په ورځ به د دغه هېواد په اوو هوايي ډګرونو کي د کډوالو، په ځانګړې توګه د افغانانو، د ایستلو خلاف احتجاجونه کوي.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، احتجاج کوونکي له حکومته غواړي چې افغانستان ته د کډوالو بېرته لېږل ودروي او د هغو کسانو د نیولو لړۍ بنده کړي چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد شوي دي.
د احتجاجونو اصلي تمرکز به د لایپزیګ ـ هاله پر هوايي ډګر وي. له دغه هوايي ډګره تر دې وړاندې هم په ځانګړو الوتکو کي افغانان افغانستان ته لېږل شوي دي. د احتجاجونو د انتظام کوونکي ائتلاف ویاند لوکا مولر له طالبانو سره د جرمني د حکومت پر همکارۍ نیوکه کړې ده.
هغه ویلي چې د طالبانو په همکارۍ د افغان کډوالو ایستل او له دغو الوتنو د هوايي شرکتونو ګټه ترلاسه کول د شرم خبره ده. د نوموړي په وینا، شرکتونه د خلکو د ژوند په خرابولو پیسې ګټي.
د اعلان شوي پلان له مخې، احتجاجونه به د لایپزیګ ـ هاله، فرانکفورت، کولن، میونخ، دوسلدورف، هانوفر او برلین په هوايي ډګرونو کي کېږي. احتجاج کوونکي د کډوالو د ایستلو لپاره د ځانګړو مرکزونو له جوړولو او پراخولو سره هم مخالفت لري.
دوی د جرمني د حکومت پر مالي تګلارې هم نیوکه کړې او وايي، حکومت له یوې خوا د روغتیا او ټولنیزو خدمتونو د لګښتونو د کمولو په اړه غور کوي، خو له بلې خوا د کډوالو پر ایستلو زیاتې پیسې لګوي.
د احتجاجونو تنظیموونکي غواړي چې دغه پیسې د کډوالو د شړلو پر ځای د خلکو پر روغتیا، ټولنیزو خدمتونو او هوساینې ولګول شي. تر اوسه د دغو احتجاجونو په اړه د جرمني د حکومت نوی غبرګون نه دی څرګند شوی.


شال نیوز