د سويلی وزیرستان په واڼا کې د زندور پبلک سکول په خاموشه فضا کې هغه ورځ یو ځانګړی بدلون محسوس کېده. د ماشومانو په څېرو کې د فکر، شعور او ارادې یوه نوې رڼا ښکاره وه، داسې لکه هغوي چې د تشدد پر ځای د سولې او مهربانۍ یو نوی لورې ټاکلی وي.

 

د سکول پرنسپل اقبال وزیر د خوښۍ له احساسه ډک و. هغه د اسمبلۍ هغه ساده خو اغېزناکه وینا یادوله چې د دې بدلون پېل ترې شوی و: “ما ماشومانو ته وویل چې مارغان د الله پاک له ښکلو مخلوقاتو څخه دي. د هغوي وژل یوازې د طبیعت خاموشي نه ده، بلکې د زړه سختوالی هم دی. موږ باید د مرغانو خیال وساتو…”

 

هغه لږ تم شو او د میز پر سر د راټولو شویو غلیلونو یا لیندو لوري ته یې وکتل، بیا یې وویل “بله ورځ همدا ماشومان په خپله راغلل، او هر یوه خپله لینده راوړه او زما مخې ته یې کېښود.”

 

دا یوازې یو ساده عمل نه و، بلکې د فکر، شعور او اخلاقو هغه خاموش بدلون و چې له ناپوهۍ او عادت څخه د پوهې، رحم او انسانیت لور ته حرکت ښيي.

 

ماشومانو یوازې لیندې نه وې پرېښې، بلکې له خپل ښوونکي سره یې ژمنه هم کړې وه چې نور به تشدد ته مخه نه کوي، دروغ به نه وایي، د خپلو میندو سره به مرسته کوي، او د پاکوالي لپاره به په خپلو بستو کې مسواک یا د غاښونو پاکولو برش ساتي.

 

د ښوونځي استاذان وایي چې دا بدلون یوازې تر ښوونځي محدود نه دی پاتې شوی، بلکې د ټولې سیمي په فضا کې یې هم مثبت اثر پرېښی دی.

 

د دوي په وینا، دا شعوري بدلون د هغو پوهاوي هڅو نتیجه هم ده، چې څو ورځې وړاندې د ځنګلي ژوند ادارې له لوري د نایابه مرغانو د ساتنې لپاره پېل شوې وې، او همدا پیغام د ماشومانو تر زړونو رسېدلی دی.

 

په واڼا او شاوخوا سیمو کې د زندور پبلک سکول دا کوچنی خو ژور اقدام د دې خبرې ژوندی ثبوت ګڼل کېږي، چې تعلیم یوازې د کتاب تر پاڼو محدود نه دی، بلکې د انسان د فکر، احساس او کردار په بدلون کې هم لوي رول لري، او کله ناکله همدا کوچني لاسونه د یوې ټولنې د راتلونکي لورې بدلولی شي.