د خېبر پښتونخوا په سویلي وزيرستان او شاوخوا قبایلي سيمو کې د نايابه ځنګلي مارغانو د ساتنې لپاره حکومتي ادارو خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي، او د غير قانوني ښکار د مخنيوي لپاره يې اقدامات پراخ کړي دي.

 

د چاپېريال ساتنې چارواکي وايي، په دې سيمو کې بېلابېل نايابه مارغان موندل کېږي چې د طبيعت د توازن په ساتلو کې مهم رول لري، خو د انساني لاس وهنې، د ځنګلونو د کمېدو او ناقانونه ښکار له امله د دغو مارغانو شمېر په کمېدو دی.

 

 

پکسل

 

 

د چارواکو په وينا، د همدې ګواښونو د مخنيوي لپاره په مهمو لارو او سيمو کې د څارنې پوستې جوړې شوې دي، چرته چې کارکوونکي شپه او ورځ د مارغانو د ښکار او قاچاق د مخنيوي لپاره ګزمې کوي. هغوي زياتوي چې په دې وروستيو کې يو شمېر کسان د ناقانونه ښکار په تور نيولی شوي او پر ضد يې قانوني اقدامات شوې دي.

 

 

د سویلي وزیرستان د ځنګلي مارغانو د ادارې مشر بخت محمد شیرانی

 

 

د ځايي خلکو په وينا، پخوا به د ناپوهۍ له امله د مارغانو ښکار کېده، خو اوس د پوهاوي له زياتېدو سره خلک هڅه کوي چې د دغو نايابه مرغانو ساتنه وکړي.

 

کارپوهان ټينګار کوي چې د مارغانو ساتنه د چاپېريال د بقا لپاره حياتي ارزښت لري، ځکه دا مرغان د حشراتو په کنټرول، د چاپېريال په پاک ساتلو او د طبيعي نظام په توازن کې مهم رول لري.

 

 

پکسل

 

 

چارواکي له خلکو غوښتنه کوي چې د ځناورو او مارغانو د ژوند د ساتنې په برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي او د ناقانونه ښکار په اړه اړوندو ادارو ته معلومات ورکړي، څو دا طبيعي شتمنۍ راتلونکو نسلونو ته خوندي پاتې شي.