تهران (شال نیوز) : د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي دعوه کړې چې په بحرین کې یې د امریکا د پوځ د وختي خبرداري یو رادار په نښه کړی او ویجاړ کړی دی. سپاه پاسداران د نومبر په ۱۳مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا برید یې د ایران د سیریک په سیمه کې پر یوه مخابراتي برج د هوايي برید په ځواب کې کړی دی.
د اعلامیې له مخې، د سپاه پاسداران هوايي او فضايي ځواکونو څو ساعته وړاندې په بحرین کې د امریکا پوځي رادار په نښه کړی دی.
سپاه پاسداران امریکا ته خبرداری ورکړی چې پر ایران دې هوايي بریدونه بند کړي. په اعلامیه کې ویل شوي چې که دا ډول بریدونه بیا وشي، د سپاه پاسداران هوايي او فضايي ځواکونه د نورو پوځي اقداماتو لپاره بشپړ تیار دي.
ایران د هرمز په تنګي کې د تېلو د ناقانونه لېږد تور هم پورې کړی او خبرداری یې ورکړی چې په دغو فعالیتونو کې ښکېل شرکتونه به له سختو اقداماتو سره مخ شي. بحرین د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ د قوماندانۍ مرکز دی او د فارس خلیج په سیمه کې د امریکا له مهمو پوځي مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
تر اوسه د امریکا او بحرین چارواکو د ایران د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او په خپلواکه توګه هم دا نه ده تایید شوې چې رادار په رښتیا ویجاړ شوی دی.


شال نیوز