پېښور (شال نیوز) : د پېښور پوهنتون محصلینو په شمالي وزیرستان کې د روانې ناامنۍ، پوځي عملیاتو او پرله‌پسې کرفیو پر ضد احتجاجي مظاهره کړې او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د سیمې د خلکو ژوند عادي حالت ته راوګرځوي.

 

دا احتجاج د وزیرستان سټوډنټس سوسایټۍ له خوا شوی، چې د پوهنتون بېلابېلو محصلینو تنظیمونو او ټولنو هم پکې ګډون کړی دی.

 

د وزیرستان سټوډنټس سوسایټۍ صدر ضیاء الرحمان وزیر په یوه بیان کې ویلي چې د تېرو پنځو ورځو راهیسې د کرفیو له امله د وزیرستان خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او د خوراکي توکو، علاج او نورو ضروري شیانو په ترلاسه کولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

 

نوموړي ویلي چې د پوځي عملیاتو او کرفیو له امله تعلیمي چارې اغېزمنې شوې، روغتیايي مرکزونه تړل شوي او خلک بازارونو ته په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.

 

احتجاج کوونکو له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د خلکو بشري، آئيني او شهري حقونه خوندي کړي، پر عامو خلکو لګېدلي بندیزونه ختم کړي او د ژوند بنیادي سهولتونه بېرته بحال کړي.

 

شمالي وزیرستان کې د امنیتي حالاتو له امله د مېټرک دویم کلني امتحانونه ځنډول شوي
شمالي وزیرستان کې د امنیتي حالاتو له امله د مېټرک دویم کلني امتحانونه ځنډول شوي
شمالي وزیرستان: میرعلي کې پوځي عملیات او کرفیو دوام لري، د خوراکي توکو د کمښت اندېښنې زیاتې شوې
شمالي وزیرستان: میرعلي کې پوځي عملیات او کرفیو دوام لري، د خوراکي توکو د کمښت اندېښنې زیاتې شوې

 

ضیاء الرحمان وزیر ویلي چې د وزیرستان محصلین به د خپلې سیمې د خلکو د حقونو، عزت او تحفظ لپاره خپلې پرامن احتجاجي هلې ځلې جاري ساتي.

 

هغه د هغو محصلینو تنظیمونو او ټولنو مننه هم کړې چې په احتجاج کې یې ګډون کړی او د وزیرستان له خلکو سره یې د یووالي څرګندونه کړې ده.

 

په شمالي وزیرستان کې د امنیتي عملیاتو له پیل راهیسې د میرعلي او شاوخوا سیمو اوسېدونکو د تګ راتګ د محدودیتونو او ورځنیو اړتیاوو ته د لاسرسي په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د احتجاج کوونکو د دغو غوښتنو په اړه د ضلعي انتظامیې او پوځ تازه دریځ تر اوسه نه دی ترلاسه شوی.