بنو (شال نیوز) : د بنو د تعلیمي بورډ انتظامیې په شمالي وزیرستان کې د امنیتي حالاتو له امله د مېټرک دویم کلني امتحانونه ځنډولي دي. بلخوا د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې کرفیو هم لګول شوی دی.

 

د بنو د ثانوي او اعلی ثانوي تعلیم بورډ د نومبر په نهمه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امتحانونو د ځنډولو پرېکړه یې د شمالي وزیرستان د ډپټي کمشنر په هدایت کړې ده.

 

د بورډ د اعلامیې له مخې، په شمالي وزیرستان کې د مېټرک هغه امتحانونه ځنډول شوي چې د دویم ځل کلنیو امتحانونو په لړ کې اخیستل کېدل. خو بورډ څرګنده کړې چې په کېډټ کالج رزمک او د بکا خېل تحصیل په امتحاني مرکزونو کې به امتحانونه د مخکې اعلان شوي مهالویش مطابق روان وي.

 

د بنو تعلیمي بورډ ویلي چې د ځنډول شوو امتحانونو نوی مهالویش به وروسته اعلان کړي. دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د شمالي وزیرستان په میرعلي او شاوخوا سیمو کې امنیتي عملیات روان دي او د خلکو پر تګ راتګ هم بندیزونه لګول شوي دي.