کابل (شال نیوز) : د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا له طالبانو څخه د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې افغان نجونې باید له زده‌کړو څخه برخمنې شي.

 

کرزي پر خپل اېکس پاڼه د نومبر لسمه د «سولې او پرمختګ لپاره د علم نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي: “علم او پوهه د بشري ټولنو د ثبات، پرمختګ او هوساینې په تأمین کې حیاتي ارزښت لري.”

 

نوموړي وویل: “افغانستان هم د نورو ټولنو په څېر علم او پوهې ته اړتیا لري او هغه مهال کولای شي له بهرنیو مرستو او احتیاج څخه خلاص، پر خپلو ستونزو برلاسی او د پرمختګ پر لور حرکت وکړي، چې ټولو وګړو ته د زده‌کړو او تعلیم زمینه برابره شي.”

 

حامد کرزی : د طالبانو رسمیت پېژندنه باید د مشخصو شرایطو له پوره کېدو سره تړلې وي
حامد کرزی : د طالبانو رسمیت پېژندنه باید د مشخصو شرایطو له پوره کېدو سره تړلې وي
حامد کرزی: د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو تعلیم ضروري دی
حامد کرزی: د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو تعلیم ضروري دی

 

د افغانستان پخواني ولسمشر یوځل بیا له واکمنو طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانېزي، څو افغان نجونې او هلکان د علم په ګاڼه سمبال او د هېواد په پرمختګ او سوکالۍ کې ونډه واخلي.

 

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او ښځې له پوهنتوني زده‌کړو منع شوې دي.

 

دغه محدودیت د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو بهیر له جدي خنډونو سره مخ کړی دی. طالبانو ویلي، تر امرثاني به د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته د زده کړو دروازې بندې وي.