واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا د استازو جرګې دوه ډیموکراټ غړي، جېسن کرو او سم لېکارډو، هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره د ایستلو پر وړاندې د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام بېرته فعال کړي.

 

د راپورونو له مخې، دغو دوو استازو د یوې غوښتنې له لارې د استازو جرګې د ۲۱۸ غړو د لاسلیکونو راټولولو بهیر پیل کړی څو د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب اړوند طرحه د رایې اچونې لپاره وړاندې شي.

 

د دې طرحې له مخې، هغه افغانان چې په امریکا کې مېشت دي او قانوني شرایط پوره کوي، کولای شي د ۲۰۲۹م کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې په دغه هېواد کې د اوسېدو او کار کولو اجازه ترلاسه کړي.

 

امریکا : د استازو جرګې او سنا ۶۶ غړو د ټرمپ ادارې ته: د افغان کډوالو ایستل ودروﺉ
امریکا : د استازو جرګې او سنا ۶۶ غړو د ټرمپ ادارې ته: د افغان کډوالو ایستل ودروﺉ
امریکا د پاکستان په همکارۍ څه باندې ۱۵۰ افغان پناه‌ غوښتونکي افغانستان ته استوي
امریکا د پاکستان په همکارۍ څه باندې ۱۵۰ افغان پناه‌ غوښتونکي افغانستان ته استوي

 

د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې په ۲۰۲۲م کال کې د افغانستان د ناامن وضعیت له امله افغانانو ته د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام فعال کړی و، خو د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵م کال په مې میاشت کې د دغه پروګرام د لغوه کولو پرېکړه وکړه، چې د همدغه کال د جولای له ۱۴مې نېټې نافذه شوه.

 

د ټرمپ ادارې هغه مهال ادعا کړې وه چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او افغانان کولای شي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي؛ خو د کډوالو د ملاتړ بنسټونو او د بشري حقونو فعالانو دغه پرېکړه د افغانانو د امنیت او خوندیتوب په اړه د اندېښنو له امله له نیوکو سره مخ کړې وه.

 

د یادونې وړ ده چې د ۲۱۸ لاسلیکونو راټولول یوازې د طرحې د رایې اچونې لپاره د وړاندې کېدو زمینه برابروي او د قانون کېدو لپاره یې د استازو جرګې او سنا تصویب او د ولسمشر لاسلیک ته هم اړتیا ده.