واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا د استازو جرګې او سنا ۶۶ غړو په یوه لیک ګډ لیک کې د دغه هېواد له حکومت څخه غوښتي چې افغان کډوال، که په مستقیم ډول وي او یا د نورو هېوادونو له لارې، له امریکا څخه ونه باسي.
دغو قانونجوړونکو د امریکا د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په دې لیک کې د هغو افغانانو د خپلوانو د احتمالي ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و.
نیویارک ټایمز تر دې مخکې راپور ورکړی و چې امریکا غواړي تر ۱۵۰ ډېر افغان وګړي پاکستان ته ولېږدوي؛ خو دا اقدام په حقیقت کې افغانستان ته د هغوی د بېرته ستنولو په معنا دی، ځکه چې دغه کسان به وروسته د پاکستان د حکومت له خوا خپل هېواد ته ولېږل شي.
امریکايي قانونجوړونکو ویلي، متحده ایالاتو هغو افغان وګړو ته ژمنه ورکړې وه چې د امریکايي پوځیانو د ملاتړ لپاره یې خپل ژوند او د کورنیو امنیت له خطر سره مخامخ کړی و چې امریکا به یې ترڅنګ ولاړه وي.
دوی په خپل لیک کې ټینګار کړی چې د دغو افغانانو د ایستلو پلان د امریکا د ژمنې او هغو اخلاقي مسوولیتونو خلاف عمل دی چې دغه هېواد یې له هغو افغانانو سره لري چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې ولاړ وو.
دغه قانونجوړونکو همداراز د هغو جدي خطرونو په اړه اندېښنه ښودلې چې افغان کډوال به خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو په صورت کې ورسره مخ شي. دوی له امریکايي چارواکو غوښتي چې د دغو افغان کډوالو د ایستلو له پلان څخه ډډه وکړي او د هغوی د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.


شال نیوز