برلین (شال نیوز) : د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي توبیاس کراوزه ویلي، نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره بشري مرستې جاري وساتي او د دغو مرستو د رسولو لپاره له طالبانو سره تخنیکي اړیکې ولري. نوموړي دا څرګندونې د نومبر په اوومه په برلین کې د افغانستان په اړه یوې دوه ورځنۍ غونډې ته کړې دي.

 

کراوزه ویلي، په افغانستان کې د بشري ستونزو د کمولو لپاره د نړیوالو مرستو دوام ضروري دی او له موجوده واکمنو سره تخنیکي اړیکې د مرستندویه پروګرامونو په عملي کولو کې مرسته کولی شي.

 

هغه ټینګار کړی چې د سیاسي اختلافونو او د بشري حقونو په اړه د اندېښنو له امله باید له افغانانو سره مرستې بندې نه شي. د جرمني ځانګړي استازي په افغانستان کې د ښځو او جینکو د حقونو په وضعیت هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید دې مسئلې ته خپله پاملرنه جاري وساتي.

 

دغه دوه ورځنۍ غونډه د نومبر په شپږمه او اوومه په برلین کې جوړه شوې وه چې افغان او جرمني سیاستوالو، ماهرینو او نورو ګډونوالو پکې برخه اخستې وه. د غونډې موضوع د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ وروسته د افغانستان سیاسي او بشري وضعیت او له نړیوالې ټولنې سره د دغه هېواد راتلونکې اړیکې وې.

 

ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو او جینکو د تعلیم او کار، اقتصادي ستونزو، نړیوالو مرستو او د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې کړې دي. دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې افغانستان له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی.

 

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره د لوږې د زیاتېدو خبرداری
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره د لوږې د زیاتېدو خبرداری
اوچا: نږدې ۱۶ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي
اوچا: نږدې ۱۶ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي

 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، اوچا، د ۲۰۲۶ کال د پلان له مخې، په افغانستان کې شاوخوا دوه کروړه او ۱۹ لکه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. د دغه پلان له مخې، ټاکل شوې وه چې یو کروړ او ۷۵ لکه اړمنو کسانو ته مرستې ورسول شي. د دې لپاره یو ارب او ۷۱ کروړه ډالرو ته اړتیا ښودل شوې وه.

 

د مرستو د کمښت له امله په افغانستان کې د خوراکي توکو، علاج او نورو بنيادي ضرورتونو د پوره کولو لپاره د مرستندویه ادارو کارونه له ستونزو سره مخ شوي دي. بلخوا، د جرمني حکومت د سپټمبر په ۲۳مه خپل پارلمان ته په ورکړل شوو معلوماتو کې ویلي وو چې د اړتیا پر مهال د طالبانو له چارواکو سره په تخنیکي کچه اړیکې ساتي.

 

د جرمني حکومت ویلي، دغه اړیکې د بشري مرستو، له جرمني څخه د افغانانو د بېرته ستنولو او نورو ضروري چارو لپاره دي. برلین دا هم روښانه کړې چې له طالبانو سره تخنیکي اړیکې د هغوی د حکومت د رسمي پېژندلو معنا نه لري.

 

جرمني تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د افغانستان د بشري ستونزو د کمولو لپاره یې د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.