اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدر خان ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له‌خوا له دغه هېواد څخه پاکستان او افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږدولو یا ایستلو په پلان کې د اسلام‌اباد د رول په اړه تر اوسه یوازې اټکلونه مطرح شوي دي.

 

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان په دې تړاو له اړوندو لورو سره په اړیکه کې دی او هڅه کوي چې د یادې مسئلې لپاره مناسبه او د ټولو خواوو د منلو وړ حل‌لاره ومومي.

 

سجاد حیدر خان زیاته کړې چې اسلام‌اباد له خپلو متحدینو او نړیوالو شریکانو سره ګډ کار او نږدې همغږۍ ته ژمن دی او په دې برخه کې د مشورو او اړیکو له لارې د مسئلې د حل هڅې کوي.

 

امریکا : د استازو جرګې او سنا ۶۶ غړو د ټرمپ ادارې ته: د افغان کډوالو ایستل ودروﺉ
امریکا : د استازو جرګې او سنا ۶۶ غړو د ټرمپ ادارې ته: د افغان کډوالو ایستل ودروﺉ
امریکا د پاکستان په همکارۍ څه باندې ۱۵۰ افغان پناه‌ غوښتونکي افغانستان ته استوي
امریکا د پاکستان په همکارۍ څه باندې ۱۵۰ افغان پناه‌ غوښتونکي افغانستان ته استوي

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې د امریکا د کډوالۍ او کډوالو د تګلارې په اړه د ټرمپ ادارې د وروستیو اقداماتو له امله په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو د خپل راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

تر اوسه د پاکستان حکومت په رسمي ډول نه دي روښانه کړي چې ایا د افغان کډوالو د امریکا له لوري د احتمالي لېږد په بهیر کې به مشخص رول ولري او که نه. دا په داسې حال کې ده چې تراوسه له امریکا څخه د څه باندې ۱۵۰ افغانانو ایستل ځنډول شوي دي.