سمرقند (شال نیوز) : د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، الکساندر زویف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې بېپیلوټه الوتکو او پرمختللو ټکنالوجیو ته لاسرسی موندلی دی.
نوموړي د جمعې په ورځ د ازبکستان په سمرقند کې د 'شانګهای پلس' امنیتي غونډې ته ویلي، داعش خراسان د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره خپل تبلیغاتي مواد د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ژبو ته ژباړي او خپروي.
زویف زیاته کړې چې د انټرنېټ له لارې د ځوانانو جذبول د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د ترهګریزو ګواښونو کچه لوړه کړې او نړیواله ټولنه باید د بریدونو له ترسره کېدو مخکې د مخنیوي اقدامات وکړي.
په ورته وخت کې، د ازبکستان د دولتي امنیتي خدمت مشر بهادر قربانوف ویلي، یوازې سږ کال په دغه هېواد کې له ۴۹ زرو ډېرې انلاین سرچینې پېژندل شوې چې افراطي مطالب یې خپرول. د هغه په وینا، دا شمېر د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
په دې غونډه کې د ۲۴ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو استازو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د مصنوعي ځیرکتیا د ناوړه کارونې او د افراطي ډلو له لوري د ټولنیزو شبکو له لارې د نویو غړو د جذب په اړه خبرې کړې دي.
نړیوالو سازمانونو تر دې مخکې هم د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. طالبانو تر اوسه د داعش خراسان څانګې ته د بېپیلوټه الوتکو د لاسرسي په اړه د زویف څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ادعا کړې چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی دی.
خو په دې غونډه کې د طالبانو د استخباراتو عمومي رییس، عبدالحق وثیق خبرداری ورکړی چې داعش خراسان ډله ښايي د مصنوعي ځیرکتیا له ټکنالوجۍ څخه د زهري موادو او وژونکو وسلو د جوړولو لپاره ګټه واخلي.
نوموړي ویلي، دغه ډله له ټیلیګرام او ټیکټاک څخه د خپلو تبلیغاتو، د نویو غړو د جذب او مالي سرچینو برابرولو لپاره کار اخلي. وثیق له ټکنالوجیکي شرکتونو غوښتي چې د داعش د انلاین فعالیتونو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره همکاري وکړي.


شال نیوز