کابل (شال نیوز) : د وسله والو نښتو او سیاسي تاوتریخوالي د څار امریکايي ادارې (اکلېډ) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش او القاعدې په ګډون د وسله والو ډلو موجودیت لا هم د دغه هېواد او سیمې امنیت ته ګواښ دی.

 

اکلېډ په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د دغو ډلو فعالیتونه دوه اړخونه لري. یو یې د افغانستان دننه امنیتي ګواښونه دي او بل یې په ګاونډیو او نورو سیمه ییزو هېوادونو کې د وسله والو فعالیتونو د پراخېدو اندېښنې دي.

 

د راپور له مخې، داعش په افغانستان کې تر ټولو لوی کورنی امنیتي ګواښ ګڼل کېږي، خو القاعده هڅه کوي چې په دغه هېواد کې له موجودو شرایطو څخه په ګټې اخستنې په سیمه کې خپل فعالیتونه وساتي او پراخ کړي.

 

اکلېډ ویلي چې د طالبانو د حکومت او ګاونډیو هېوادونو د امنیتي اقداماتو له امله د داعش د بریدونو وړتیا کمه شوې ده. د دې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې له داعش سره تړلې څلور تاوتریخجنې پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال په ورته موده کې د دغو پېښو شمېر ۱۵ و.

 

طالبانو د مارکو روبیو څرګندونې یو اړخیزې وبللې او پاکستان یې د کړکېچ پړه وباله
طالبانو د مارکو روبیو څرګندونې یو اړخیزې وبللې او پاکستان یې د کړکېچ پړه وباله

 

دا شمېرې ښيي چې په یاده موده کې د داعش اړوند ثبت شوې پېښې کمې شوې دي، خو اکلېډ خبرداری ورکړی چې د بریدونو کموالی په افغانستان کې د وسله والو ډلو د ګواښ د بشپړ ختمېدو معنا نه لري.

 

اکلېډ یوه خپلواکه او غیرانتفاعي څېړنیزه اداره ده چې مرکز یې په امریکا کې دی. دغه اداره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې وسله والې نښتې، سیاسي تاوتریخوالی او د وسله والو ډلو فعالیتونه ثبتوي او څېړي.

 

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد کارولو ته پرې نه ږدي او داعش یې په دغه هېواد کې ځپل شوی دی. خو د اکلېډ د راپور له مخې، په افغانستان کې د داعش او القاعدې موجودیت لا هم د امنیتي اندېښنو یوه مهمه سرچینه ده.