کابل (شال نیوز) : د طالبانو د استخباراتو عمومي مشر عبدالحق وثیق اندېښنه څرګنده کړې چې داعش ډله ښايي له مصنوعي ځیرکتیا څخه د زهري موادو او خطرناکو وسلو د جوړولو د لارو چارو د زده کړې لپاره کار واخلي.
وثیق دا څرګندونې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د «شانګهای پلس» د امنیتي چارو د کارپوهانو په لومړۍ غونډه کې کړې دي، چې نوموړي پکې د طالبانو د حکومت استازیتوب کاوه.
هغه ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ له امله دا اندېښنه زیاته شوې چې داعش او نورې وسلهوالې ډلې به له دې ټکنالوژۍ څخه د خطرناکو موادو او وسلو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو او د ټکنالوژیکو محدودیتونو د ماتولو لپاره ګټه واخلي.
وثیق ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د داعش پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی، خو د دې ډلې د تخنیکي امکاناتو د له منځه وړلو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی.
د طالبانو د استخباراتو مشر پر ټیلیګرام، ټیکټاک او نورو ټکنالوژیکو شرکتونو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې داعش له دغو انټرنېټي خدماتو څخه د خپلو غړو ترمنځ د اړیکو، مالي ملاتړ د ترلاسه کولو او تبلیغاتو لپاره کار اخلي.
د هغه په وینا، یاد شرکتونه د داعش د فعالیتونو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره لازمه همکاري نه کوي. وثیق د دغو شرکتونو د نه همکارۍ په اړه کوم مشخص شواهد نه دي وړاندې کړي او د داعش له خوا د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د خطرناکو وسلو د جوړولو کومه تایید شوې بېلګه یې هم نه ده یاده کړې.
د طالبانو د استخباراتو مشر دا اندېښنې داسې مهال څرګندې کړې چې خپله طالبانو هم د پخواني جمهوري نظام او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې د جګړې پر مهال له ځانمرګو بریدونو، چسپکي ماینونو، چاودېدونکو توکو او نورو وسلهوالو بریدونو څخه کار اخیستی و.
داعش خراسان ډله، چې له طالبانو سره وسلهوال مخالفت لري، په افغانستان او سیمه کې د ګڼو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی. طالبان وايي چې د دې ډلې پر وړاندې یې عملیات کړي او فعالیتونه یې محدود کړي دي، خو د دغو ادعاوو خپلواک تایید په ټولو مواردو کې ممکن نه دی.


شال نیوز