میرعلي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په ګڼو کلیو کې د پاکستان پوځ د نومبر په اوومه، د شنبې په سهار وختي د تلاشۍ عملیات پیل کړي دي. ځايي سرچینې وايي، امنیتي ځواکونه کلیو ته ننوتلي، په یو شمېر سرکاري او شخصي سکولونو، جوماتونو او کورونو کې ځای پر ځای شوي او د عملیاتو له امله د سیمې پر ورځني ژوند اغېز شوی دی.

 

د سرچینو په وینا، عملیات د میرعلي بازار، حسوخېل سړک، موسکي، حسوخېل، حیدرخېل، ایپي، هرمز، عیسوړۍ، زیرکي، خدي او د میرعلي تحصیل په نورو سیمو کې روان دي. ځايي سرچینې وايي، امنیتي ځواکونه د تلاشۍ لپاره کلیو ته ننوتلي او په ځینو سکولونو، جوماتونو او کورونو کې یې ځایونه نیولي دي.

 

د دغو عملیاتو له امله یو شمېر والدین خپل ماشومان سکولونو ته نه لېږي او د ځینو تعلیمي ادارو له خوا زده کوونکو ته د درسونو د بندېدو خبر ورکړل شوی دی. د حیدرخېل پبلک های سکول او کالج ادارې په یوه خپره کړې خبرتیا کې ویلي چې د موجوده امنیتي وضعیت له امله د نومبر په اوومه درسونه بند دي. ادارې له زده کوونکو غوښتي چې سکول ته دې نه ورځي او له والدینو یې غوښتنه کړې چې خپل ماشومان په کورونو کې وساتي.

 

 

 

د برائيټ فیوچر پبلک های سکول او کالج ادارې هم والدینو ته په یوه پیغام کې ویلي چې د موجوده حالاتو له امله دې خپل ماشومان سکول ته نه لېږي. د دغې ادارې په وینا، د سکول د مرکزي دروازې او شاوخوا سیمو امنیتي وضعیت ته په پام دا سپارښتنه شوې ده.

 

ځايي سرچینې وايي، د میرعلي تحصیل په بېلابېلو سیمو کې د موبایل ټیلیفون سیګنلونه هم بند یا کمزوري شوي دي، چې له امله یې خلک له خپلو خپلوانو سره د اړیکو نیولو له ستونزو سره مخ دي.

 

له عملیاتو وړاندې د پوځ او قومي مشرانو جرګه

 

د اتمانزیو قومي جرګې مشر او د ایپي کلي اوسېدونکي ملک طارق داوړ شال نیوز ته ویلي چې د نومبر په شپږمه یې له نورو قومي مشرانو سره د میرعلي په کجوري فورټ کې له پوځي چارواکو سره جرګه کړې وه. د هغه په وینا، پوځي چارواکو د جرګې ګډونوالو ته ویلي وو چې په میرعلي او شاوخوا کلیو کې د تلاشۍ عملیات پیلوي او د دغو عملیاتو لپاره به پوځ کلیو ته ننوځي.

 

شمالي وزیرستان کې د ایپي اوسېدونکو د امنیتي عملیاتو پر مهال د کورونو او جوماتونو د نه نړولو غوښتنه کړې
شمالي وزیرستان کې د ایپي اوسېدونکو د امنیتي عملیاتو پر مهال د کورونو او جوماتونو د نه نړولو غوښتنه کړې

 

ملک طارق داوړ وايي، پوځي چارواکو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی چې که د عملیاتو پر مهال له وسله وال مقاومت سره مخ نه شي، نو لومړی به ډزې نه کوي. د نوموړي په وینا، پوځي چارواکو دا هم ویلي چې د بېړني حالت په صورت کې دې قومي مشران له پوځ سره اړیکه ونیسي او پوځ به د کلیو له اوسېدونکو سره د خوراکي توکو په ګډون د اړتیا وړ مرستې کوي.

 

 

 

ملک طارق داوړ او نورو قومي مشرانو په جرګه کې له پوځي چارواکو غوښتنه کړې چې د عملیاتو پر مهال دې عام خلک، د هغوی کورونه، جوماتونه، سکولونه او نورې شتمنۍ په نښه نه کړي. د قومي مشرانو په وینا، د عملیاتو پر مهال باید د ولسي خلکو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړل شي او داسې اقدامات ونه شي چې د خلکو ژوند او شتمنیو ته زیان ورسوي.

 

د ایپي قومي جرګه: زموږ کلی دې نور د جګړې له امله نه زیانمنېږي

 

د نومبر په شپږمه د جمعې له لمانځه وروسته د ایپي کلي په یوه جومات کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو ګډه جرګه هم شوې وه. په دې جرګه کې د میرعلي او په ځانګړي ډول د ایپي کلي د امنیتي وضعیت، د پوځي عملیاتو او د ولسي خلکو د خوندیتوب په اړه خبرې شوې دي.

 

ملک طارق داوړ د جرګې له پای ته رسېدو وروسته په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې د تېرو څو کلونو ناامنۍ د ایپي کلي خلکو ته درانه زیانونه اړولي او دوی نور نه غواړي چې کلی یې د جګړې له امله زیانمن شي. نوموړي ویلي چې د جګړې دواړو خواوو په تېرو کلونو کې په بېلابېلو وختونو کې د یو بل پر ضد د خلکو کورونه، جوماتونه او سکولونه کارولي دي.

 

د هغه په وینا، د ایپي کلي خلکو تل له دواړو خواوو غوښتنه کړې چې عام خلک دې له جګړې لرې وساتي او د هغوی کورونه، جوماتونه او سکولونه دې د جګړې لپاره نه کاروي، خو له دغو غوښتنو سره سره د سیمې ځینې ځایونه کارول شوي دي. ملک طارق داوړ ویلي چې د ایپي کلي ټول جوماتونه اوس له وسله والو خالي دي او د هغه د معلوماتو له مخې، په هېڅ جومات کې وسله وال موجود نه دي.

 

شمالي وزیرستان: اتمانزیو قوم د اې ار ډي سي له څلورو سلاکارانو سره د اړیکو پرېکولو اعلان وکړ
شمالي وزیرستان: اتمانزیو قوم د اې ار ډي سي له څلورو سلاکارانو سره د اړیکو پرېکولو اعلان وکړ

 

نوموړي له امنیتي ځواکونو غوښتنه کړې چې که د تلاشۍ عملیات کوي، نو د خلکو کورونه، جوماتونه او نورې ودانۍ دې نه نړوي، که څه هم دغه ځایونه په تېرو وختونو کې د وسله والو له خوا کارول شوي وي. هغه خبرداری ورکړی چې که د عملیاتو پر مهال د خلکو کورونو، جوماتونو او نورو شتمنیو ته زیان ورسول شي، نو د ایپي کلي اوسېدونکي د سوله ییز احتجاج خپل آئيني حق خوندي ګڼي.

 

د میرعلي بازار اوسېدونکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه

 

بلخوا د ایپي کلي اوسېدونکي طارق ایپي په خپله فېسبوک پاڼه د میرعلي بازار او شاوخوا سیمو له خلکو غوښتي چې د عملیاتو پر مهال دې په خپلو کورونو کې پاتې شي. نوموړي لیکلي چې د میرعلي بازار په شاوخوا سیمو کې مېشت خلک دې له کورونو نه وځي، ځکه د هغه په وینا، د پوځ تګ راتګ او ځینې اقدامات روان دي.

 

 

 

د یوه کس د پوښتنې په ځواب کې، چې دا وضعیت به تر کومه دوام کوي، طارق ایپي ویلي چې د عملیاتو لپاره ټاکلې موده نه ده څرګنده. هغه زیاته کړې چې که څه هم د خلکو د تګ راتګ محدودول اسانه نه دي، خو د وضعیت د کنټرول او د وسله والو د احتمالي ننوتلو د مخنیوي لپاره به امنیتي ځواکونه په سیمه کې موجود وي.

 

تر اوسه پوځي چارواکو د خلکو پر تګ راتګ د محدودیتونو او د عملیاتو د مودې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

 

د سکولونو بندېدو او د اړیکو پرې کېدو خلک اندېښمن کړي

 

په میرعلي کې د تلاشۍ د عملیاتو له پیل سره د ماشومانو د زده کړو، د خلکو د تګ راتګ او د ورځني ژوند په اړه اندېښنې هم راپورته شوې دي. ځايي سرچینې وايي، په حسوخېل، حیدرخېل، هرمز او نورو سیمو کې د یو شمېر سرکاري او شخصي سکولونو په ودانیو کې د امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو له امله والدین خپل ماشومان سکولونو ته نه لېږي.

 

د ځینو سکولونو ادارو هم د موجوده امنیتي وضعیت له امله زده کوونکو ته د درسونو د بندېدو خبر ورکړی دی. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې په ټول میرعلي تحصیل کې څومره سکولونه بند شوي او څومره زده کوونکي د دغو عملیاتو له امله له درسونو پاتې دي.

 

بلخوا د موبایل ټیلیفون د اړیکو بندېدو هم د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي. ځايي سرچینې وايي، د اړیکو د بندېدو له امله د سیمې اوسېدونکي له خپلو خپلوانو سره په تماس نیولو او د حالاتو په اړه د معلوماتو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

 

د عملیاتو د مودې او پایلو په اړه معلومات نشته

 

د میرعلي د تلاشۍ عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې قومي مشرانو یوه ورځ وړاندې له پوځي چارواکو سره د ولسي خلکو د خوندیتوب، د کورونو او جوماتونو د ساتنې او د بېړنیو مرستو د برابرولو په اړه خبرې کړې وې.

 

 

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دغه عملیات به څو ورځې دوام وکړي، کومې سیمې به تر پوښښ لاندې راولي او د خلکو پر تګ راتګ به نور کوم محدودیتونه ولګول شي. د عملیاتو پر مهال د نیونو، وسله والو نښتو یا مرګ ژوبلې په اړه هم تر اوسه کره او خپلواک تایید شوي معلومات نه دي ترلاسه شوي.

 

د پاکستان پوځ تر اوسه د دغو عملیاتو د موخو، د هغوی د پراخوالي، په سکولونو، جوماتونو او کورونو کې د امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو او له قومي مشرانو سره د شوو ژمنو په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.

 

شال نیوز د عملیاتو په اړه د ځايي سرچینو معلومات، د سکولونو خپرې شوې خبرتیاوې او د اتمانزیو قومي جرګې د مشر ملک طارق داوړ څرګندونې ترلاسه کړې دي، خو د عملیاتو د ټولو جزئیاتو خپلواک تایید لا نه دی شوی.