میرعلي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان اتمانزیو قوم د سیمه‌ییزې مشورتي پرمختیايي شورا له څلورو غړو سره د اړیکو پرېکولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دغو کسانو د قومي جرګې له پرېکړې سره سم له خپلو څوکیو استعفاوې نه دي ورکړې.

 

د اتمانزیو قومي مشرانو تر دې وړاندې د اې آر ډي سي مرستیال مشر ملک خان مرجان، ملک نصرالله خان، ملک حاجي شیر محمد او ملک حبیب ته وخت ورکړی و چې له شورا استعفاوې ورکړي، خو د جرګې په وینا، ټاکل شوې موده پای ته رسېدلې او دغو څلورو کسانو نه استعفاوې ورکړې او نه یې له قومي مشرانو سره اړیکه نیولې ده.

 

د قومي جرګې مشرانو ویلي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي او شاوخوا سیمو کې د احتمالي پوځي عملیاتو په اړه اندېښنې لري او وېره لري چې د وسله‌والو طالبانو پر ضد د عملیاتو په نوم به یو ځل بیا سیمه له پوځي اقداماتو سره مخ شي.

 

د دوی په وینا، په داسې حالاتو کې د قومي مشرانو لپاره د حکومتي مشورتي شورا غړیتوب مناسب نه دی، ځکه د دې شورا پرېکړې په راتلونکي کې پر ولس اغېز لرلی شي. د اتمانزیو قومي جرګې ویاند مفتي بیت الله شال نیوز ته ویلي چې جرګې د دغو څلورو سلاکارانو په اړه خپله پرېکړه کړې او له هغوی سره یې د قومي استازو په توګه اړیکې پرې کړې دي.

 

نوموړي وویل چې څلورو سلاکارانو ته د استعفا لپاره څرګند وخت ورکړل شوی و، خو هغوی د جرګې غوښتنې ته پام ونه کړ. مفتي بیت الله زیاته کړه چې ملک خان مرجان که څه هم په دې اړه خپل بیان خپور کړی، خو د هغه بیان د قومي جرګې د غوښتنو ځواب نه شي کېدلی.

 

د نوموړي په وینا، که دغه کسان اوس یا په راتلونکي کې له خپلو څوکیو استعفاوې هم ورکړي، نو دا به د قومي جرګې د غوښتنې پر بنسټ استعفا ونه ګڼل شي، ځکه ټاکل شوی وخت پای ته رسېدلی دی.

 

د جرګې ویاند وویل چې د اتمانزیو قوم ځینې پخواني تړونونه په قانوني سټامپ کاغذونو لیکل شوي او دغو څلورو کسانو د هغو تړونونو خلاف عمل کړی دی. هغه خبرداری ورکړ چې که د دغو سلاکارانو د دندو پر مهال قوم ته کوم زیان ورسېږي، نو قومي مشران به یې د ځواب غوښتلو حق لري.

 

مفتي بیت الله وویل: «قومي مشرانو پرېکړه کړې چې دا کسان اوس د اسټبلشمنټ خلک دي او قوم ترې خپله لاره بېله کړې ده.» د اتمانزیو قومي جرګې دا پرېکړه په داسې وخت کې کړې چې په شمالي وزیرستان کې د امنیتي حالاتو، احتمالي پوځي عملیاتو او په سیمه‌ییزو حکومتي پرېکړو کې د قومي مشرانو د ګډون پر سر اختلافونه موجود دي.

 

تر اوسه د اې آر ډي سي د دغو څلورو غړو ګډ دریځ نه دی څرګند شوی. د ملک خان مرجان د خپاره شوي بیان بشپړ جزییات هم نه دي ترلاسه شوي. د اتمانزیو قومي جرګې د پرېکړې په اړه د سیمه‌ییزې مشورتي پرمختیايي شورا او اړوندو حکومتي چارواکو غبرګون هم لا نه دی څرګند شوی.