کابل (شال نیوز) : د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنېشنل) مسوولانو د اروپايي پارلمان د بشري حقونو په فرعي کمېټه کې ټینګار کړی چې افغانستان په اوسني وضعیت کې د کډوالو د جبري ستنولو او اخراج لپاره هېڅ راز خوندي هېواد نه دی او د افغان کډوالو بېرته لېږل یې له جدي خطرونو سره مخ کولای شي.
د دغه سازمان یو تن څېړونکي، زمان سلطاني د اروپايي پارلمان استازو ته په خپله وینا کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو سرغړونې په پراخه او سیستماتیکه توګه دوام لري.
هغه زیاته کړې چې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکونې او عدالت د تأمین لپاره اغېزمن میکانېزمونه نشته او په افغانستان کې د معافیت کلتور پراخ شوی دی.
سلطاني د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو، د خپلواکو رسنیو پر فعالیت د فشارونو، د خبریالانو او مدني فعالانو د ځورونې، خپلسرو نیونو، شکنجې او نورو بشري حقونو سرغړونو ته هم اشاره کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان تر دې وړاندې هم له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي وو چې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري لېږلو پلانونه ودروي. دغه سازمان خبرداری ورکړی و چې بېرته ستنېدونکي کسان د ځورونې، خپلسرو نیونو، شکنجې او غچ اخیستنې له خطر سره مخ کېدای شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو هم د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر په ۲۲مه له اروپايي هېوادونو غوښتي چې افغانان داسې هېواد ته ونه لېږي چېرې چې د هغوی ژوند او ازادي له خطر سره مخ وي.
هغوی په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، خبریالانو، د بشري حقونو د فعالانو او پخوانیو دولتي او امنیتي کارکوونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې د هر افغان د بېرته ستنولو پرېکړه باید د هغه د شخصي وضعیت او احتمالي ګواښونو له ارزونې وروسته وشي او هېڅوک باید داسې ځای ته په زور ونه لېږل شي چې هلته د شکنجې، ځورونې یا نورو جدي سرغړونو له خطر سره مخ وي.


شال نیوز