تهران (شال نیوز) : د ایران او امریکا ترمنځ د قطر په منځګړیتوب د موافقې هڅې روانې دي، خو تهران وايي، تر هغه به د هرمز تنګی بېرته پرانیستل نه شي چې واشنګټن یې اووه شرطونه منلي او عملي کړي نه وي.
د العربي الجدید ورځپاڼې د راپور له مخې، قطر دواړو هېوادونو ته د یوې ممکنه موافقې مسوده وړاندې کړې ده. ورځپاڼې د مذاکراتو د سرچینو په حواله لیکلي چې امریکا له دې مسودې سره موافقه کړې، خو د واشنګټن او تهران ترمنځ لا وروستۍ موافقه نه ده اعلان شوې.
د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام او کنګل شویو شتمنیو په اړه خبرې شوې دي. تهران د خپلو ځینو کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو په بدل کې د اټومي پروګرام په برخه کې د امتیازونو ورکولو ته چمتووالی ښودلی دی.
خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې ایران به کوم امتیازونه ورکوي او څومره شتمنۍ به یې خوشې کېږي. په همدې حال کې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي ویلي چې د امریکا ځواب د تهران د غوښتنو په اړه د قناعت وړ نه دی.
نوموړي ویلي چې واشنګټن باید د ایران اوو شرطونو ته څرګند ځواب ورکړي او د عملي کولو لپاره یې ګامونه واخلي. د رضايي په وینا، د دغو شرطونو له منلو او عملي کېدو پرته د هرمز تنګي بېرته پرانیستل ممکن نه دي.
ایران د خپلو غوښتنو په ترڅ کې د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو، د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو او د خپلو بندرونو پر وړاندې د امریکا د سمندري محدودیتونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
بلخوا، د ایران یوې سیاسي سرچینې د روسیې ریانووستي خبري اژانس ته ویلي چې تهران د امریکا د احتمالي نویو پوځي بریدونو ځواب ورکولو ته چمتو دی.
دغې سرچینې ویلي چې ایران د احتمالي بریدونو لپاره د هدفونو لېست نوی کړی او خبرداری یې ورکړی چې د تهران ځواب ښايي یوازې تر سیمې محدود پاتې نه شي.
سرچینې زیاته کړې چې د ایران پر تأسیساتو هر ډول نوی برید به د راتلونکو مذاکراتو امکانات نور هم کم کړي. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او طبیعي ګازو د لېږد یوه مهمه سمندري لاره ده. د دې تنګي تړل کېدو د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د بیو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
که څه هم د قطر په منځګړیتوب د موافقې هڅې دوام لري، د ایران د اټومي پروګرام، اقتصادي بندیزونو، کنګل شویو شتمنیو او د هرمز تنګي د پرانیستلو پر سر اختلافونه لا نه دي هوار شوي.
تر اوسه د ایران او امریکا ترمنځ د وروستۍ موافقې رسمي اعلان نه دی شوی او دا هم نه ده څرګنده چې دواړه لوري به د پاتې اختلافونو د هواري لپاره کوم ګامونه واخلي.


شال نیوز