واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا د دفاع وزارت د مالي اسنادو له مخې، د ایران پر ضد د امریکا د جګړې لګښت له ۴۷ اربه ډالرو اوښتی دی. رویټرز خبري اژانس د اکتوبر پر ۲۸مه راپور ورکړی چې د پنټاګون د تازه مالي معلوماتو له مخې، د جګړې لګښت ۴۷ اعشاریه یو ارب ډالرو ته رسېدلی دی.

 

دا اندازه د جولای د میاشتې د ۳۷ اعشاریه پنځه اربه ډالرو له اټکل څخه شاوخوا ۲۵ فیصده زیاته ده. د دغو اسنادو له مخې، له ۲۹ اربه ډالرو زیاتې پیسې د هغو توغندیو او نورو مهماتو د بیا برابرولو لپاره پکار دي چې امریکايي ځواکونو د ایران پر ضد په پوځي عملیاتو کي استعمال کړي دي.

 

همداراز د ویجاړو شوو یا له لاسه وتلو پوځي الوتکو، ډرونونو او نورو وسایلو د بدلولو لګښت له شپږ اربه ډالرو زیات اټکل شوی دی. رویټرز ویلي چې په دغو شمېرو کي د ایران د بریدونو له امله د امریکا پوځي اډو او تاسیساتو ته د رسېدلو زیانونو د ترمیم ټول لګښتونه په څرګنده توګه نه دي شامل شوي. له دې امله د جګړې مجموعي مالي لګښت تر موجوده اټکل زیات کېدای شي.

 

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په میاشت کي له اسرائیل سره په ګډه د ایران پر ضد پوځي عملیات پیل کړي وو. د اپرېل له اوربند وروسته امریکا د ایران پر بندرونو سمندري بندیزونه ولګول، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او پوځي کړکېچ پای ته نه دی رسېدلی.

 

ایران او د مکې دفاعي تړون د غړو هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ ییز امنیت په اړه خبرې شوې دي
ایران او د مکې دفاعي تړون د غړو هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ ییز امنیت په اړه خبرې شوې دي
ټرمپ : پر ایران بیا حمله هم کېدی شي او لوي تړون هم ورسره کېدی شي
ټرمپ : پر ایران بیا حمله هم کېدی شي او لوي تړون هم ورسره کېدی شي

 

امریکايي چارواکو ویلي چې پوځ د جګړې د احتمالي بیا پراخېدو لپاره تیاری نیسي. د امریکا دفاع وزارت تر اوسه د رویټرز د ترلاسه شوو تازه مالي معلوماتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې او دغه شمېرې یې په خپلواکه توګه نه دي خپرې کړې.

 

د جګړې د لګښتونو دغه معلومات په داسې وخت کي مخې ته راغلي چې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې استازو په تهران کي د سیمه ییز امنیت او د جګړې د ختمولو په اړه خبرې کړې دي.

 

د ایران پر ضد د امریکا د پوځي عملیاتو مالي لګښتونه په داسې حال کي زیات شوي چې د جګړې د بشپړ ختمېدو او د واشنګټن او تهران ترمنځ د اختلافاتو د هواري لپاره لا هم کومه وروستۍ موافقه نه ده شوې.