تهران (شال نیوز) : ایران وایي، له هغو هېوادونو سره یې د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي چې د مکې دفاعي تړون غړیتوب لري. د ایران د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د سترې ملي امنیت شورا سکرتر محسن رضایي د دغو خبرو کوربه توب کړی دی.
په دې غونډه کې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم قالن هم ګډون کړی و. د ایران په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې څلورو هېوادونو د خپلو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د خبرو پر دوام هوکړه کړې ده.
د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د سیمې د سولې او امنیت موضوع تر بحث لاندې وه. تر دې مخکې د یاد تړون د غړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم لیدلي وو.
د ایران ولسمشر په دې لیدنه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سیمهییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او له هغوی یې غوښتي، چې ،د ده په وینا، د اسراییلو د یرغل او د منځني ختیځ د وېشلو لپاره د امریکا په ملاتړ د هڅو پر وړاندې ګډه همکاري زیاته کړي.
ښاغلي پزشکیان ویلي، ایران د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي، امنیت او پرمختګ د پیاوړتیا لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي پر غزې، لبنان، ایران او د سیمې پر نورو برخو د اسراییلو بریدونه هم په کلکه غندلي دي.
د ایران ولسمشر د خپل هېواد د اټومي پروګرام په اړه ویلي، چې تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي، خو د اټومي وسلو د نه خپرېدو د تړون له مخې د سولهییزو اټومي فعالیتونو د دوام پر خپل حق ټینګار کوي.


شال نیوز