پېښور (شال نیوز) : د طالبانو مخالفو وسله والو ډلو ادعا کړې چې د افغانستان په کونړ، زابل، کاپیسا او کابل ولایتونو کي یې پر طالب ځواکونو بریدونه کړي او یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کي یې د طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی چې په نتیجه کي یې یو طالب وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.
د افغانستان متحدې جبهې په دوو جلا څرګندونو کي ادعا کړې چې د زابل په ولایت کي یې د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی او د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کي یې د ملا ثمرګل په نوم یو طالب قوماندان وژلی دی.
بلخوا د افغانستان د خپلواکۍ ملي جبهې ادعا کړې چې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کي یې د طالبانو یو غړی وژلی دی. د دغو ډلو د ادعاوو له مخې، په څلورو جلا بریدونو کي ټول څلور طالب غړي وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
خو شال نیوز د دغو بریدونو دقیقې نېټې، د پېښو ځایونه او د مرګ ژوبلې شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي. تر اوسه د طالبانو د حکومت رسمي دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کي د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د دوی مخالفو وسله والو ډلو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي وخت په وخت د بریدونو ادعاوې کړې دي.
خو د دغو ډلو د ډېرو ادعاوو خپلواک تایید ستونزمن دی، ځکه په افغانستان کي د امنیتي پېښو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول او له خپلواکو سرچینو سره یې کره کول محدود دي.


شال نیوز