کابل (شال نیوز) : د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال سمیع سادات ویلي چې د افغانستان د متحدې جبهې له جوړولو مخکې تاجکستان ته تللی و او د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره یې څو ځله لیدلي وو، خو نوموړي ورسره د ائتلاف جوړولو وړاندیز ونه مانه.
سادات ویلي چې غوښتل یې له احمد مسعود سره په ګډه د طالبانو پر ضد فعالیت وکړي، خو د خبرو له ناکامېدو وروسته یې د خپلې جبهې د جوړولو پرېکړه وکړه. د نوموړي په وینا، ترکیې ته د یوه سفر پر مهال د افغانستان د سوېلي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو ورسره ولیدل او ترې ویې غوښتل چې د طالبانو پر ضد د مبارزې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
سادات د دغو کسانو له قوله ویلي چې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له وژل کېدو وروسته یې خپلې هیلې پر ده پورې تړلې وې.
د هغه په خبره، دغو کسانو ورته ویلي وو چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې د اړیکو نیولو هڅه کړې وه، خو د هغوی په وینا، کرزی په کورني بند کې و او له همدې امله یې سادات د خپل مشر په توګه ټاکلی و. سادات وايي، دغو کسانو ترې پوښتلي وو چې افغانستان ته ستانه شي، د طالبانو پر ضد جګړه پیل کړي او که په خپلو کورونو کې پاتې شي.
د نوموړي په وینا، کله چې هغوی خبر شول چې دی له احمد مسعود سره د ائتلاف جوړولو لپاره تاجکستان ته تللی و، غوسه شول او ورته یې وویل چې د خپل مشر په توګه یې ټاکلی، نو ولې د بل چا مشري غواړي. سمیع سادات ویلي چې له دغو لیدنو وروسته یې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د افغانستان متحده جبهه جوړه کړه.
نوموړي ادعا کړې چې جبهې یې د اګست له میاشتې راهیسې خپل پوځي فعالیتونه د افغانستان ۲۲ ولایتونو ته غځولي دي. د سادات په وینا، د متحدې جبهې وسله والو په تېرو دوه نیمو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۰۰ عملیات کړي او په دغو عملیاتو کې یې یوازې دوه ځله غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه دا ادعا هم کړې چې زرګونو کسانو له ده او د هغه له ملګرو سره اړیکې نیولې او غواړي له متحدې جبهې سره یوځای شي. د سادات د ادعاوو، د عملیاتو د شمېر او د مرګ ژوبلې د معلوماتو خپلواک تایید نه دی شوی.
د افغانستان د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود تر اوسه د سادات د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو د حکومت دریځ هم نه دی څرګند شوی.


شال نیوز