اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف د پارلماني غړو په یوه غونډه کي له حکومت او پوځي مشرتابه سره د مذاکراتو د بیا پیل په اړه اختلافونه څرګند شوي دي. د راپورونو له مخې، غونډه له اوو ساعتونو زیاته روانه وه.
د غونډې یو شمېر ګډونوالو د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې د ګوند موجوده مشرتابه باید پر خپلو پخوانیو پرېکړو بیا غور وکړي. د راپور له مخې، د پارلماني غړو اکثریت د نورو مذاکراتو مخالفت کړی، خو شاوخوا ۱۵ غړو د وړاندیز شوي ۲۸م آئيني ترمیم د ملاتړ خبره کړې ده.
د دغو غړو په وینا، د ترمیم ملاتړ ښايي د عمران خان د خوشې کېدو لپاره د خبرو زمینه برابره کړي. په غونډه کي د پخواني اعلا وزیر سهیل افریدي د رول او د ګوند د مشرتابه د پرېکړو په اړه هم پوښتنې شوې دي.
د تحریک انصاف چیف وېپ امیر ډوګر له غونډې وروسته ویلي چې وروستۍ پرېکړې به د اپوزیشن له مشرانو سره تر مشورو وروسته کېږي. تر اوسه د مذاکراتو د بیا پیل یا د ۲۸م آئيني ترمیم د ملاتړ کومه وروستۍ رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې.


شال نیوز