پېښور (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف د خېبر پښتونخوا د صوبايي تنظیم چارې سمبالوونکي علامه نورالحق قادري ویلي چې د سیاسي مقابلې لپاره د بي، سي او ډي په نوم کوم پلان نه لري او غواړي له وفاقي حکومت او اسټېبلشمنټ سره د ښو اړیکو له لارې سیاسي بهیر روان وساتي.
نوموړي ویلي چې د ده لومړیتوب د تحریک انصاف بیا منظمول، له ټولو سیاسي اړخونو سره د اړیکو ښه کول او د موجوده سیاسي کړکېچ د حل لپاره د روغې جوړې لاره غوره کول دي.
قادري وویل: «زه د بي، سي او ډي کوم پلان نه لرم. هغه پلانونه له جنید اکبر سره ولاړل. زما پلان روغه جوړه، د سیاسي عمل دوام او د ګوند بیا منظمول دي.»
جنید اکبر د تحریک انصاف صوبايي صدر دی، خو د هغه د نیول کېدو له راپورونو وروسته د ګوند د صوبايي تنظیم د چارو مسؤلیت نورالحق قادري ته سپارل شوی دی.
کله چې له قادري وپوښتل شول چې ایا د تحریک انصاف صوبايي پارلېماني ګوند له وفاقي حکومت سره د خبرو واک ورکړی، نوموړي په ځواب کي وویل چې له وفاقي حکومت او اسټېبلشمنټ سره ښې اړیکې لري او غواړي له دغو اړیکو څخه د سیاسي ستونزو په حل کي ګټه واخلي.
هغه وویل چې د ګوند بیا منظمول او له ټولو اړخونو سره د ښو اړیکو ساتل د ده د سیاسي تګلارې مهمې برخې دي. نورالحق قادري د خېبر پښتونخوا د اعلا وزیر د څوکۍ په اړه هم خبرې وکړې.
کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا پخوانی اعلا وزیر علي امین ګنډاپور د دې څوکۍ لپاره کاندید دی، نوموړي وویل چې تر څو موجوده وزیراعلی سهېل افریدي استعفا نه وي ورکړې او یا قانوناً نااهله شوی نه وي، د نوي وزیراعلی د نوم په اړه پرېکړه نه شي کېدای.
د قادري دا څرګندونې په داسې وخت کي مخې ته راغلې چې د تحریک انصاف دننه د صوبايي حکومت، د ګوند د مشرۍ او له وفاقي حکومت سره د مذاکراتو په اړه بحثونه روان دي.
د تحریک انصاف صوبايي پارلېماني ګوند تر دې وړاندې علي امین ګنډاپور له مرکزي حکومت سره په مذاکراتو کي د خېبر پښتونخوا د استازي په توګه نومولی و.
بلخوا د تحریک انصاف مرکزي مشر بېرسټر ګوهر علي خان ویلي چې سهېل افریدي د ګوند وزیراعلی دی او د هغه د بدلولو پرېکړه یوازې د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان کولای شي.
د نورالحق قادري له څرګندونو سره سره د تحریک انصاف مرکزي مشرتابه تر اوسه له وفاقي حکومت او اسټېبلشمنټ سره د نوموړي د رسمي مذاکراتو د واک په اړه جلا اعلان نه دی کړی.


شال نیوز