اسلام اباد (شال نیوز) : پاکستان تحریک انصاف اعلان کړی چې جنید اکبر خان به د خېبر پښتونخوا د تحریک انصاف صوبايي صدر پاتې وي او د ګوند په موجوده صوبايي تنظیم کي به تر بل حکم پورې بدلون نه راوستل کېږي.
دا اعلان د تحریک انصاف چیئرمېن بېرسټر ګوهر علي خان کړی دی. بېرسټر ګوهر په یوه اعلامیه کي ویلي چې د جنید اکبر خان په غیر موجودګۍ کي به سېنېټر نورالحق قادري د ګوند د صوبايي غونډو مشري کوي.
د تحریک انصاف صوبايي جنرل سېکرټري علي اصغر خان ته د تنظیمي چارو د چلولو ذمه واري سپارل شوې ده. جنید اکبر خان په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج له لګول کېدو وروسته په عام محضر کي نه دی څرګند شوی. د هغه د اوسني ځای په اړه کره معلومات نشته.
د تحریک انصاف د صوبايي مشرتابه په اړه اختلافات وروسته له هغه څرګند شول چې د ګوند جنرل سېکرټري سلمان اکرم راجه د ځینو کسانو پر هڅو اعتراض وکړ.
سلمان اکرم راجه ویلي وو چې ځینې کسان غواړي د عمران خان او د تحریک انصاف د سیاسي کمېټۍ له منظورۍ پرته د صوبايي صدر او راتلونکي وزیراعلی په اړه پرېکړې وکړي.
نوموړي دا هم ویلي وو چې د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ۶۸ غړو په اړه داسې خبرې خپرېږي چې ګواکې هغوی غواړي د صوبايي مشرتابه په اړه جلا پرېکړه وکړي.
د خېبر پښتونخوا پخواني وزیراعلی علي امین ګنډاپور د سلمان اکرم راجه پر څرګندونو اعتراض کړی او له هغه یې غوښتي وو چې د تورونو په اړه دې د اړوندو کسانو نومونه ښکاره کړي. ګنډاپور ویلي وو چې د تحریک انصاف مشري د عمران خان ده او د ګوند هېڅ مشر د بل چا د وفادارۍ د معلومولو اختیار نه لري.
د بېرسټر ګوهر له تازه اعلان سره د تحریک انصاف د صوبايي مشرتابه په اړه د بدلون خبرې رد شوې دي.
خو د جنید اکبر خان د غیر موجودګۍ او د ګوند د داخلي اختلافاتو په اړه پوښتنې لا هم پاتې دي.


شال نیوز