پېښور (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف سرچینو ویلي چې د خېبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر علي امین ګنډاپور د صوبې د موجوده سیاسي کړکېچ د حل لپاره له وفاقي حکومت سره رابطې بیا پیل کړې دي.
د سرچینو په وینا، د تحریک انصاف صوبايي پارلماني ډلې د اکتوبر پر ۲۰مه ګنډاپور ته له وفاقي حکومت سره د خبرو اختیار ورکړی و. ویل کېږي چې نوموړي له دې وروسته له دوو وفاقي وزیرانو سره لومړنۍ خبرې کړې دي.
سرچینې وايي چې په دغو خبرو کي د خېبر پښتونخوا د منتخب حکومت بحالول، د نیول شوو تحریک انصاف مشرانو او کارکنانو خوشې کول او د صوبې د سیاسي وضعیت د عادي کولو لارې شاملې دي.
تر اوسه د وفاقي وزیرانو نومونه نه دي څرګند شوي او نه هم وفاقي حکومت د دغو خبرو په اړه رسمي بیان خپور کړی دی. د خبرو د پیل خبر په داسې وخت کي خپور شوی چې په خېبر پښتونخوا کي د بېړني حالت او ګورنر راج پر سر سیاسي اختلافات روان دي.
د مذاکراتو د ترسره کېدو او د ممکنه موافقې په اړه لا خپلواک تصدیق نه دی ترلاسه شوی.


شال نیوز