انقره (شال نیوز) : د ترکیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټۍ له پاکستان او سعودي عربستان سره د ګډ دفاعي تړون د منظورولو بل تصویب کړی، خو د دې تړون د عملي کېدو لپاره لا د ترکیې د پارلمان وروستۍ منظوري پاتې ده.

 

د اکتوبر پر ۲۷مه د کمېټۍ په غونډه کي دغه بل د صدر رجب طیب اردوغان د واکمن ګوند او د هغه د اتحادیانو په ملاتړ منظور شو. د اپوزیشن ځینو غړو یې مخالفت وکړ.

 

دغه تړون چې د مکې د ګډ دفاعي تړون په نوم یادېږي، د اګست پر اوومه د ترکیې صدر رجب طیب اردوغان، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په مکه کي لاسلیک کړی و.

 

د ۱۶ مادو لرونکي تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد بهرنی وسله وال برید به پر ټولو دریو هېوادونو برید ګڼل کېږي. په تړون کي د پوځي روزنې، د وسلو د ګډ تولید، د دفاعي ټکنالوژۍ د تبادلې او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو ترڅنګ د ګډې دفاع لپاره د همکارۍ انتظام هم شامل دی.

 

د ترکیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ مشر فواد اوکتای ویلي چې د تړون مقصد د دریو هېوادونو دفاعي صلاحیتونه پیاوړي کول او په سیمه کي د امنیت او ثبات لپاره ګډ کار کول دي.

 

هغه ویلي چې دا تړون د کوم بل هېواد پر ضد نه دی جوړ شوی او نه یې مقصد په سیمه کي د نوي پوځي بلاک جوړول دي. خو د اپوزیشن ځینو غړو اندېښنه څرګنده کړې چې دا تړون ښايي ترکیه د نورو هېوادونو په جګړو کي ښکېله کړي.

 

د کرد پلوه د خلکو د برابرۍ او جمهوریت ګوند غړې سمرا چاغلار ګوکالپ د پاکستان او هند ترمنځ شخړو او د پاکستان او افغانستان پر پوله روانو کړکېچونو ته په اشارې پوښتنه کړې چې په داسې حالاتو کي به د ترکیې پوځي ذمه وارۍ تر کومه حده وي.

 

د اپوزیشن نورو غړو هم اندېښنه څرګنده کړې چې د سعودي عربستان او یمن ترمنځ د شخړې په صورت کي ښايي ترکي پوځیان له خطر سره مخامخ شي.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر زکي لیونت ګومروکچو د کمېټۍ غونډې ته ویلي چې د تړون له مخې بهر ته د ترکي پوځیانو لېږل په خپله نه کېږي او په دې اړه به د ترکیې د آئین د ۹۲مې مادې مطابق پرېکړه کېږي.

 

د مکې دفاعي تړون : پاکستان، سعودي او ترکیې د استخباراتي معلوماتو او پوځي همغږۍ پر زیاتولو خبرې کړې
د مکې دفاعي تړون : پاکستان، سعودي او ترکیې د استخباراتي معلوماتو او پوځي همغږۍ پر زیاتولو خبرې کړې
ترکیې پر یمن په بریدونو کې له ګډون انکار کړی، پاکستان هم د خپلو جنګي الوتکو د کارولو راپور رد کړی
ترکیې پر یمن په بریدونو کې له ګډون انکار کړی، پاکستان هم د خپلو جنګي الوتکو د کارولو راپور رد کړی

 

هغه دا هم ویلي چې د تړون له مخې دا مهال بهر ته د پوځیانو د لېږلو کوم پلان نشته. د ترکي چارواکو په وینا، پاکستان او سعودي عربستان د تړون د منظورولو خپلې قانوني چارې بشپړې کړې دي.

 

د تړون له مخې به په سعودي عربستان کي یو ګډ سیکرټرېټ جوړېږي چې لومړی سیکرټري جنرل به یې د پاکستان وي. د دریو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او پوځي مشرانو ګډه کمېټۍ هم جوړه شوې چې د دفاعي همکارۍ چارې به پر مخ وړي.

 

د ترکیې د پارلمان له کمېټۍ تر منظورېدو وروسته به دغه بل د پارلمان عمومي غونډې ته وړاندې کېږي، خو د رایې ورکولو نېټه لا نه ده ټاکل شوې.

 

د تړون د بشپړې منظورۍ په صورت کي به ترکیه، پاکستان او سعودي عربستان د ګډ دفاعي انتظام له مخې یو له بل سره د پوځي او امنیتي همکارۍ قانوني ذمه وارۍ ولري.