اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې له سعودي عربستان او پاکستان سره د مکې دفاعي تړون یوازې د ګډې دفاع لپاره دی او هېواد به یې پر یمن په پوځي بریدونو کي برخه وانخلي.

 

بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هغه راپور رد کړی چې ګنې د پاکستان د هوايي ځواک جنګي الوتکې په یمن کي د حوثي وسله والو پر ضد په بریدونو کي کارول کېږي.

 

هاکان فیدان د اکتوبر پر اتمه په انقره کي یوې خبري غونډې ته وویل چې ترکیه له سعودي عربستان سره د هوايي دفاع، الکترونیکي جګړې او تخنیکي مرستو په اړه خبرې کوي، خو د یمن خاورې ته به د بریدونو لپاره خپل پوځیان نه لېږي.

 

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د نیویارک ټایمز هغه راپور ناسم او له حقیقته لرې بللی چې د یوه نامعلوم پاکستاني پوځي چارواکي په حواله یې ویلي وو، پاکستانۍ جنګي الوتکې د حوثیانو پر ضد کارول کېږي.

 

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم جیو نیوز ته ویلي چې پاکستان او ترکیه په سیمه کي پوځي موجودیت لري، خو په روانو جنګي عملیاتو کي یوازې سعودي ځواکونه برخه اخلي.

 

پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان د اګست پر اوومه په مکه کي ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړی و. د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسله وال برید پر درې واړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

 

پاکستان د حوثیانو پر ضد د جنګی الوتکو د کارولو راپورونه رد کړي
پاکستان د حوثیانو پر ضد د جنګی الوتکو د کارولو راپورونه رد کړي
سعودي عرب، پاکستان او ترکیه د ګډ دفاعي تړون د عملي کولو لپاره ځواکونه ځای پر ځای کوي
سعودي عرب، پاکستان او ترکیه د ګډ دفاعي تړون د عملي کولو لپاره ځواکونه ځای پر ځای کوي

 

د اکتوبر پر پنځمه په ریاض کي د درې واړو هېوادونو د دفاعي او سیاسي کمېټې په غونډه کي پرېکړه وشوه چې د سعودي عربستان د دفاع لپاره دې د پوځي ځواکونو او وسایلو د برابرولو عملي ګامونه واخیستل شي.

 

په دغه غونډه کي د پاکستان پخوانی پوځي افسر لېفټیننټ جنرل نعمان محمود د تړون لومړی جنرل سیکرټري هم وټاکل شو.

 

دا څرګندونې په داسې وخت کي شوې چې د سعودي عربستان او د یمن د حوثي وسله والو ترمنځ جګړه زیاته شوې او د سعودي پر هوايي ډګرونو او نورو مهمو ځایونو د توغندیو او ډرون بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي. تر اوسه په یمن کي د پاکستان د جنګي الوتکو د کارولو ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

 

د ترکیې حکومت هم ویلي چې د مکې دفاعي تړون لا د دغه هېواد د پارلېمان رسمي منظورۍ ته اړتیا لري.

د درې واړو هېوادونو د وروستیو څرګندونو له مخې، د سعودي عربستان دفاع او د یمن دننه په بریدونو کي ګډون دوه بېلې چارې ګڼل کېږي.