اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د امریکایی ورځپاڼې 'نیویارک ټایمز' هغه راپور په کلکه بې بنسټه او دروغ بللی او رد کړی یې دی، چې پکې ادعا شوې وه چې د پاکستان هوايي ځواک جنګي الوتکې په یمن کې د حوثیانو پر ضد د سعودي عربستان په پوځي عملیاتو کې کارول کېږي.
د اطلاعاتو وزارت وايي چې د حوثیانو پر ضد هېڅکله د پاکستان هوايي ځواک الوتکې نه دي کارول شوې، او نړیوالو رسنیو ته یې خبرداری ورکړی چې د مکه د ګډ دفاعي تړون تر سیوري لاندې د پاکستاني ځواکونو د ممکن استعمال یا ځای پر ځای کولو په اړه له اټکلونو او اوازو ډکې خبرونه دې نه خپروي.
همدارنګه، که په کوم پړاو کې د پاکستاني ځواکونو د نور ځای پر ځای کولو یا کومو پوځي عملیاتو اړتیا پېښه شي، نو اړوند چارواکي به پخپله په دې اړه معلومات ورکړي. نیویارک ټایمز په خپل راپور کې دا ادعا په ریاض کې د چاودنو او پر سعودي عربستان د حوثیانو د بریدونو په پس منظر کې کړې وه.
دا راپور په داسې وخت کې مخ ته راغلی و چې سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض په ګډون د بېلابېلو سیمو په لور د توغندیو د ویشتلو او هغو د شنډولو خبر ورکړی و، په داسې حال کې چې حوثیانو پر سعودي پلازمېنې او نورو سیمو د بریدونو ادعا کړې وه.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دا ټول اټکلونه او ادعاګانې په څرګند ډول رد کړي او له حقایقو لرې یې بللي دي.


خانزیب محسود