پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خېبر پښتونخوا کي د بېړني حالت او ګورنر راج د سمدستي ختمولو، د صوبايي اسمبلۍ د کار بېرته پیلولو او د هغو کسانو د خوشې کولو غوښتنه کړې چې د کمېشن په وینا، له قانوني جواز پرته نیول شوي دي.
د کمېشن مشر اسد اقبال بټ د اکتوبر په ۲۵مه په یوه بیان کي د صوبې په روان سیاسي او امنیتي صورتحال اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د بېړني حالت په نوم د جمهوري ادارو کمزوري کول او د سیاسي فعالیتونو محدودول د خلکو بنيادي حقونه اغېزمنوي.
کمېشن د خېبر پښتونخوا د منتخب اعلا وزیر او نورو ولسي استازو پر نیولو هم اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې د سیاسي اختلافونو د حل لپاره دې آئيني او جمهوري لارې اختیار کړل شي.
په بیان کي ویل شوي چې د صوبې د معدني زېرمو، اوبو او ځمکو په اړه په پرېکړو کي باید د مقامي خلکو نظر واخیستل شي او د هغوی آئيني حقونو ته درناوی وشي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خېبر پښتونخوا کي د وسله والو حملې هم غندلې دي، خو ټینګار یې کړی چې د امن او امنیت د ټینګښت لپاره حکومتي اقدامات باید د قانون مطابق وي او عام خلک په اجتماعي توګه ونه ځورول شي.
د کمېشن په وینا، امنیتي ستونزې د خلکو د آئيني حقونو د محدودولو او د جمهوري ادارو د فعالیتونو د بندولو جواز نه شي جوړېدای. کمېشن له وفاقي حکومت څخه غوښتنه کړې چې په صوبه کي دې عادي آئيني او جمهوري چارې بېرته بحالې کړي او د نیول شوو کسانو په اړه دې د قانون مطابق اقدامات وکړي.
د وفاقي حکومت له خوا د بشري حقونو د کمېشن دغو تازه غوښتنو ته تر اوسه کوم نوی ځواب نه دی څرګند شوی.


شال نیوز