جنیوا (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له اروپايي هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کي د ښځو او نجونو پر تعلیم او نورو بنيادي حقونو د لګول شویو بندیزونو تر ختمېدو پورې دې له طالبانو سره خپلې اړیکې نه عادي کوي.

 

کارپوهانو ویلي، له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره باید د بشري حقونو په برخه کي عملي پرمختګ وشي او ښځو او نجونو ته د تعلیم، کار او په ټولنیز ژوند کي د ګډون حقونه ورکړل شي.

 

دوی خبرداری ورکړی چې په افغانستان کي له ښځو او نجونو سره په پراخه او منظمه توګه د جنسیت په بنیاد امتیازي سلوک کېږي او دا ډول چلند د نړیوال قانون له مخې د بشریت خلاف جرم ګڼل کېدای شي.

 

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر اروپايي هېوادونو غږ کړی چې له طالبانو سره په خبرو اترو کي دې د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي او یوازې په ژمنو دې اکتفا نه کوي، بلکې د عملي بدلون غوښتنه دې وکړي.

 

کارپوهانو له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی ویلي، اروپايي حکومتونه باید افغانستان ته د هر کډوال د بېرته لېږلو له پرېکړې مخکې د هغه شخصي حالات، امنیتي خطرونه او د بشري حقونو وضعیت په جلا توګه وڅېړي.

 

د کارپوهانو په وینا، د نړیوال قانون له مخې هېڅوک باید داسې هېواد ته په زور ونه لېږل شي چې ژوند، ازادي یا خوندیتوب یې پکی له خطر سره مخ وي.

 

ریچارډ بېنېټ له اروپايي هېوادونو غوښتي چې افغان کډوال دې په زور افغانستان ته نه ستنوي
ریچارډ بېنېټ له اروپايي هېوادونو غوښتي چې افغان کډوال دې په زور افغانستان ته نه ستنوي
افغانستان : طالبان وايي، افغان نجونې د مدرسو او انلاین زده کړو له لارې ډاکټرانې جوړېدای شي
افغانستان : طالبان وايي، افغان نجونې د مدرسو او انلاین زده کړو له لارې ډاکټرانې جوړېدای شي

 

په افغانستان کي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګېدلی او ښځې له پوهنتونونو او ګڼو سرکاري او غیرسرکاري نوکریو منع شوې دي.

 

طالبانو تر دې وړاندې ویلي چې د ښځو د تعلیم او کار په اړه یې پرېکړې د اسلامي شریعت او د افغانستان د ټولنیزو شرایطو له مخې کړې دي.

 

خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان ټینګار کوي چې له طالبانو سره د نړیوالو اړیکو پراختیا باید د افغان ښځو او نجونو د بنيادي حقونو د بحالېدو په برخه کي له څرګند او عملي پرمختګ سره تړلې وي.