کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې په افغانستان کي نجونې د دیني مدرسو، په کورونو کي د زده کړو او انلاین تعلیم له لارې خپلو زده کړو ته دوام ورکولی او ډاکټرانې جوړېدای شي.
بلخي له اتریشۍ ورځپاڼې «وینر څایتونګ» سره په مرکه کي د نجونو پر تعلیم د طالبانو د حکومت د بندیزونو دفاع کړې ده. هغه ویلي چې دغه بندیزونه یوازې له شپږم ټولګي پورته په عامو سکولونو کي پر زده کړو لګېدلي دي او نجونې د تعلیم نورې لارې هم لري.
د بلخي په وینا، په دیني مدرسو کي د مذهبي تعلیم ترڅنګ ساینس او نور عصري مضامین هم ښودل کېږي او نجونو ته د انلاین زده کړو اجازه هم شته.
خو نوموړي دا نه دي روښانه کړي چې نجونې به د طبي کالجونو او پوهنتونونو له رسمي زده کړو پرته څنګه د ډاکټرۍ سندونه ترلاسه کوي او د طب په څانګه کي به عملي روزنه چېرته کوي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کي واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه. د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کي یې په سرکاري او شخصي پوهنتونونو کي هم د ښځو زده کړې بندې کړې.
د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کي طالبانو په طبي انسټیټیوټونو کي هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه. په دغو ادارو کي نجونو د نرسنګ، قابلګۍ او نورو طبي څانګو تعلیم ترلاسه کاوه.
د طالبانو د حکومت د ویاند دا تازه څرګندونې په داسې وخت کي مخې ته راغلې دي چې په افغانستان کي نجونې لا هم له شپږم ټولګي پورته سکولونو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري.
تر اوسه د طالبانو حکومت داسې کوم رسمي تعلیمي پروګرام نه دی اعلان کړی چې له مخې یې نجونې یوازې د مدرسو او انلاین زده کړو له لارې د ډاکټرۍ منل شوی سند ترلاسه کړای شي.


شال نیوز