جنیوا (شال نیوز) : د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له اروپايي هېوادونو غوښتي چې افغان کډوال دې په زور افغانستان ته نه لېږي، ځکه چې د ده په وینا، بېرته ستنېدل د ځینو افغانانو ژوند او ازادي له خطر سره مخ کولای شي.
بېنېټ ویلي، د نړیوال قانون له مخې اروپايي هېوادونه ذمه واري لري چې د افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې مخکې د هغوی امنیتي حالات او هغه خطرونه په پام کي ونیسي چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته ورسره مخ کېدای شي.
نوموړي د اروپايي ټولنې او د طالبانو د حکومت د استازو ترمنځ د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه پر روانو خبرو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
بېنېټ ویلي، تر څو چې طالبان د ښځو او جینکو پر تعلیم، کار او نورو بنیادي حقونو لګول شوي بندیزونه نه وي ختم کړي، اروپايي هېوادونه باید له طالبانو سره د اړیکو په عادي کولو کي له احتیاطه کار واخلي.
د ملګرو ملتونو نورو د بشري حقونو کارپوهانو هم خبرداری ورکړی چې افغانستان ته په زور ستنول کېدونکي کسان، په ځانګړي ډول ښځې، جینکۍ، خبریالان، د پخواني حکومت کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان له جدي خطرونو سره مخ کېدای شي.
دا څرګندونې په داسې وخت کي شوې دي چې جرمني د افغانانو د ایستلو لړۍ بیا پیل کړې او اتریش او فرانسې هم د ځینو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له طالبانو سره خبرې کړې دي.
د نړیوال قانون له مخې، هغه کسان داسې هېواد ته په زور نه شي ستنول کېدای چې هلته یې ژوند، ازادي یا خوندیتوب له جدي خطر سره مخ وي. دغه قانوني اصول د پناه غوښتونکو د انفرادي حالاتو ارزونه هم ضروري بولي.
تر اوسه اروپايي ټولنې د افغان کډوالو د ایستلو د بندولو کومه نوې ګډه پرېکړه نه ده اعلان کړې.


شال نیوز