پاریس (شال نیوز) : د فرانسې وزیراعظم سباستیان لکورنو ویلي چې د احتجاجونو او ناکراریو د مخنیوي لپاره به د اړتیا په صورت کي د هېواد په نورو سیمو کي هم ګرځبندیز ولګول شي.

 

لکورنو د سه شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۰مه، ویلي چې په یو شمېر ښارونو کي د دوشنبې شپې ګرځبندیزونو د حالاتو په ارام ساتلو کي مرسته کړې ده. د فرانسې پولیسو هم ویلي چې تېره شپه په هېواد کي کومه لویه پېښه نه ده شوې.

 

په پاریس، بوردو، نیس، لیون او یو شمېر نورو ښارونو کي د دوشنبې په شپه ګرځبندیزونه لګول شوي وو. په ځینو ښارونو کي دا بندیزونه یوازې پر کم عمره کسانو لګول شوي دي.

 

په پاریس کي د جمهوریت میدان او د لېزال تجارتي سیمې ته د شپې له ۱۱ بجو د سهار تر شپږو بجو پورې د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی و.

 

په لیون ښار کي د دوشنبې په ماښام شاوخوا ۵۰۰ کسان د هغو دوکاندارانو د ملاتړ لپاره راټول شوي وو چې د وروستیو ناکراریو پر مهال یې دوکانونو ته زیان رسېدلی دی.

 

په فرانسه کي احتجاجونه تېره میاشت د سکولونو د خرابو حالاتو پر ضد پیل شوي وو، خو وروسته د ګرانۍ او د حکومتي اسانتیاوو د کموالي پر ضد هم پراخ شول.

 

په فرانسه کې له مظاهرو وروسته اروپايي هېوادونو خپلو وګړو ته د احتیاط سپارښتنه کړې
په فرانسه کې له مظاهرو وروسته اروپايي هېوادونو خپلو وګړو ته د احتیاط سپارښتنه کړې
فرانس کې د مظاهرو پر مهال د مارسیل فوټبال کلب رسمي دوکان لوټ شوی
فرانس کې د مظاهرو پر مهال د مارسیل فوټبال کلب رسمي دوکان لوټ شوی

 

د تېري هفتې په پای کي په ګڼو ښارونو کي احتجاجونه په تاوتریخوالي واوښتل. په ځینو سیمو کي دوکانونه لوټ شول او ودانیو او ګاډو ته زیان ورسېد.

 

د فرانسې د سوداګرو د یوه تنظیم د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دغو ناکراریو له امله لږ تر لږه درې زره کاروبارونه اغېزمن شوي دي. د فرانسې حکومت ویلي چې له زیانمنو دوکاندارانو سره به مالي مرستې وکړي.

 

وزیراعظم لکورنو ویلي چې د نورو ګرځبندیزونو پرېکړه به مقامي چارواکي د خپلو سیمو حالاتو ته په کتو کوي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې په کومو نورو ښارونو کي به ګرځبندیز ولګول شي.