پیرس (شال نیوز) : په فرانسه کې د ګرانیو او د ولسي خدمتونو د خرابېدو پر ضد له مظاهرو وروسته یو شمېر اروپايي هېوادونو خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې دغه هېواد ته د سفر پر مهال له مظاهرو او لویو غونډو لرې واوسي.

 

د راپورونو له مخې، د شنبې ورځې مظاهرې په ځینو ښارونو کې په تاوتریخوالي واوښتې. پولیسو زرګونه کسان ونیول، یو شمېر دوکانونه لوټ شول او د ښاروالۍ یوې ودانۍ ته اور واچول شو.

 

ایټالیا له خپلو وګړو غوښتي چې په فرانسه کې خپل موجودیت د حکومت په وېبپاڼه یا موبایل اپلېکېشن کې ثبت کړي، څو د اړتیا پر مهال ورسره اړیکه ونیول شي.

 

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د نورو ګډوډیو امکان هم شته. دغه وزارت خبرداری ورکړی چې که څوک د پولیسو له غوښتنې سره سره له غیرقانوني غونډو ونه وځي، جرمانه کېدای شي.

 

چک جمهوریت، ډنمارک، سویډن، فنلنډ او ناروې هم خپلو وګړو ته ورته سپارښتنې کړې دي. هالنډ بیا د فرانسې په اړه خپلې سفري لارښوونې د اکتوبر په اوومه، د دغو مظاهرو له پیل مخکې، تازه کړې وې.

 

په فرانسه کې مظاهرچیان د ژوند د لګښتونو له لوړېدو او د ولسي خدمتونو له خراب وضعیت څخه شکایت کوي.