صنعا (شال نیوز) : د یمن حوثیانو ویلي چې د سعودي عربستان پر یو شمېر هوايي ډګرونو، پوځي مرکزونو او د تېلو پر تاسیساتو یې بریدونه کړي دي. خو سعودي چارواکو تر اوسه د دغو ټولو بریدونو پخلی نه دی کړی.

 

د رویټرز د راپور له مخې، حوثیانو د اکتوبر پر ۱۹مه ویلي چې په بریدونو کي یې د سعودي عربستان په لوېدیځ کي د ینبع د تېلو مرکز، په ختیځ کي د شیبه د تېلو میدان، د ریاض ملک خالد نړیوال هوايي ډګر او د ابها هوايي ډګر په نښه کړي دي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې په دغو بریدونو کي کومو مرکزونو ته زیان رسېدلی او که مرګ ژوبله هم اوښتې ده. د حوثیانو دا څرګندونې په داسې وخت کي شوې دي چې په یمن کي د حوثیانو او د حکومت د پلویو ځواکونو ترمنځ جګړې زیاتې شوې دي.

 

یمن : د حوثیانو په توغندیز برید کې ۵۸ کسان وژل شوي، ۱۴ نور بې‌ درکه دي
یمن : د حوثیانو په توغندیز برید کې ۵۸ کسان وژل شوي، ۱۴ نور بې‌ درکه دي
سعودي عرب، پاکستان او ترکیه د ګډ دفاعي تړون د عملي کولو لپاره ځواکونه ځای پر ځای کوي
سعودي عرب، پاکستان او ترکیه د ګډ دفاعي تړون د عملي کولو لپاره ځواکونه ځای پر ځای کوي

 

د اکتوبر پر ۱۹مه د یمن د شبوه ولایت پر یوه پوځي روزنیز مرکز هم د توغندیو برید شوی و. د مقامي چارواکو د وروستیو معلوماتو له مخې، په دغه برید کي ۵۸ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ زیات ژوبل شوي وو.

 

حوثیانو د شبوه د برید ذمه واري منلې وه، خو د مرګ ژوبلې دغه شمېرې د مقامي چارواکو له خوا ورکړل شوې دي. د سعودي عربستان پر مرکزونو د بریدونو په اړه د حوثیانو د څرګندونو خپلواک تصدیق لا نه دی شوی.