شبوه (شال نیوز) : د یمن د شبوه ولایت ګورنر عوض الوزیر ویلي چې د حوثیانو په توغندیز برید کي د وژل شوو شمېر ۵۸ ته رسېدلی، تر ۲۰۰ زیات کسان ژوبل شوي او ۱۴ نور لا هم بې‌درکه دي.

 

دغه برید د اکتوبر پر ۱۹مه د شبوه ولایت په العالم سیمه کي د حکومتي امنیتي ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز شوی دی. رویټرز د مقامي سرچینو له قوله ویلي چې حوثیانو د روزنې پر مهال پر دغه مرکز درې بالېسټیک توغندي ویشتلي دي.

 

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د برید ذمه واري منلې او ویلي یې دي چې په نښه شوی مرکز د سعودي عربستان د ځواکونو تر انتظام لاندې و. سعودي چارواکو د دې څرګندونې په اړه سمدستي څه نه دي ویلي.

 

رویټرز ویلي چې د برید یوه ویډیو یې کره کړې ده. په ویډیو کي ژوبل کسان او د وژل شوو مړي لیدل کېږي. د شبوه د ګورنر د تازه معلوماتو له مخې، د وژل شوو شمېر د مخکینیو راپورونو په پرتله پنځه کسان زیات شوی دی. تر دې وړاندې د ۵۳ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.

 

دا برید په داسې وخت کي شوی چې د حوثیانو او د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړو یو ځل بیا زور اخیستی دی.

 

د سپټمبر راهیسې د باب المندب تنګي شاوخوا هم جګړې زیاتې شوې دي. دغه تنګی د سره سمندرګي او عدن خلیج ترمنځ د نړیوال تجارت یوه مهمه سمندري لاره ده.

 

د شبوه چارواکو تر اوسه د ۱۴ بې‌درکه کسانو د برخلیک په اړه نور معلومات نه دي ورکړي. د مرګ ژوبلې وروستۍ شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.