اسلام‌ اباد (شال نیوز) : په اسلام‌ اباد کي د روسیې سفیر البرټ خورېف ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د کمولو لپاره همکارۍ ته چمتو دی. خورېف ویلي چې روسي چارواکو کابل او اسلام‌اباد ته د خپلو سفرونو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو پر هواري خبرې کړې دي.

 

د هغه په وینا، د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسیف په اسلام‌اباد کي له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

 

نوموړي زیاته کړې چې د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین په کابل کي او د دغه هېواد د امنیت شورا مرستیال الکساندر وینیدیکتوف په نوي ډیلي کي هم د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

 

د روسیې سفیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو کي د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي لارو بندېدو له روسیې او منځنۍ اسیا سره د پاکستان سوداګري هم زیانمنه کړې ده.

 

کرمه : په سرحدي نښتو کې د ګازو له سلنډرونو د اور خپروونکو وسلو د کارولو معلومات مخې ته راغلي
کرمه : په سرحدي نښتو کې د ګازو له سلنډرونو د اور خپروونکو وسلو د کارولو معلومات مخې ته راغلي
کرمه کې د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې؛ د پوستو د ویجاړېدو او مرګ ژوبلې راپورونه
کرمه کې د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې؛ د پوستو د ویجاړېدو او مرګ ژوبلې راپورونه

 

د افغانستان او پاکستان اړیکې د سرحدي نښتو، هوايي بریدونو او امنیتي اختلافاتو له امله ترینګلې شوې دي. پاکستان وايي چې په افغانستان کي مېشتې وسله والې ډلې د دغه هېواد پر ضد بریدونه کوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.

 

تر اوسه کابل او اسلام‌اباد د روسیې د رسمي منځګړیتوب په اړه کومه ګډه پرېکړه نه ده اعلان کړې. د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي چې مسکو د دواړو هېوادونو په غوښتنه منځګړیتوب کولای شي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۱۶مه وویل چې د روسیې د همکارۍ هرکلی کوي، خو تر اوسه د رسمي منځګړیتوب کومه جلا طرحه نه ده مطرح شوې.