پاړا چنار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کرمې ضلعې ته څېرمه د پاکستان او افغانستان پر پوله د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي. پاکستاني سرکاري سرچینې وايي، د دوی ځواکونو په ځوابي ډزو کې د افغان طالبانو څو پوستې او بنکرونه ویجاړ کړي او یو شمېر افغان وسله وال یې وژلي دي.

 

د سرکاري سرچینو په وینا، نښتې د کرمې ضلعې په شنګک، بوړکي، خرلاچي او نورو سرحدي سیمو کې شوې دي. پاکستاني سرچینې وايي، افغان ځواکونو لومړی ډزې کړې وې چې په ځواب کې یې پاکستاني ځواکونو کارروایي وکړه.

 

د دغو سرچینو په وینا، په تېرو څو ورځو کې د نښتو پر مهال لسګونه افغان وسله وال وژل شوي، خو د دغې مرګ ژوبلې خپلواک تصدیق نه دی شوی. بلخوا، داسې راپورونه هم شته چې د افغان طالبانو په ډزو کې دوه پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي، خو پاکستاني چارواکو تر اوسه دا خبر په رسمي توګه نه دی تایید کړی.

 

کرمه: پاکستاني پوځ د افغانستان په خاوره کې د طالبانو د یوې پوځي اډې د ویجاړولو دعوه کړې
کرمه: پاکستاني پوځ د افغانستان په خاوره کې د طالبانو د یوې پوځي اډې د ویجاړولو دعوه کړې
افغانستان : په ډنډ پټان او اریوب ځاځي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې راپورونه
افغانستان : په ډنډ پټان او اریوب ځاځي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې راپورونه

 

پاکستاني سرکاري سرچینو ویلي چې ځواکونه یې د خپلو پولو دفاع ته چمتو دي او د هر ډول سرحدي برید ځواب به ورکوي. د افغانستان د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو ځانګړو نښتو، د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې او د پوستو د ویجاړېدو په اړه کوم تایید شوی دریځ نه دی وړاندې شوی.

 

د نښتو د پیل، د دواړو خواوو د مرګ ژوبلې او د اوښتو زیانونو په اړه خپلواک معلومات هم نه دي ترلاسه شوي.