ګردېز (شال نیوز) : د پکتیا ولایت په ډنډ پټان او اریوب ځاځي ولسوالیو کي د ډیورنډ کرښې پر اوږدو د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تازه جګړو راپورونه ورکړل شوي دي. مقامي سرچینې وايي، دواړو خواوو پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي.
د سرچینو په وینا، پاکستاني ځواکونو د ډنډ پټان ولسوالۍ پر استوګنیزو سیمو او د څپري په نوم پر بازار د توپونو ډزې کړې دي. سرچینې ادعا کوي چې په دې جګړه کي دوه پاکستاني عسکر وژل شوي، خو دا شمېره لا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
د جګړې له امله د ډیورنډ کرښې ته نږدې لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوې دي. په اریوب ځاځي ولسوالۍ کي هم د جګړې راپورونه ورکړل شوي دي. مقامي سرچینې وايي، هلته نښتې له غرمې وروسته پیل شوې او تر ماښامه روانې وې.
د سرچینو په وینا، پاکستاني ځواکونو پر استوګنیزو سیمو لسګونه د توپونو ګولۍ ویشتلې دي، خو په دې سیمه کي د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د دواړو هېوادونو د چارواکو رسمي دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.


شال نیوز