کرمه (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کرمې ضلعې سره پر افغان پوله د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ ډزې شوې دي. پاکستاني سرکاري سرچینې وايي، د دوی پوځ د توپونو په ډزو کي د طالبانو یوه پوځي اډه ویجاړه کړې او ګڼ کسان یې وژلي دي.

 

د سرچینو په وینا، پاکستاني پوځ د برې کرمې د تایده او علي منګولې له سیمو د افغانستان پر لوري د طالبانو پر پوستو د توپونو ډزې کړې دي. پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې په دغو ډزو کي د افغانستان په شپوله سیمه کي د طالبانو یوه پوځي اډه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

 

دوی د ګڼو کسانو د وژل کېدو خبره هم کړې، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر یې نه دی ورکړی. پاکستاني پوځي سرچینې وايي، دا کارروایي یې د افغان ځواکونو له لوري د ډزو په ځواب کي کړې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دواړو غاړو ترمنځ د ډزو تبادله د راپور تر خپرېدو روانه وه.

 

تر اوسه د افغانستان د طالبانو حکومت د دغې پېښې او د پاکستاني چارواکو د دعوو په اړه څه نه دي ویلي. په خپلواکه توګه د شپولې د پوځي اډې ویجاړېدل او د مرګ ژوبلې شمېر نه دی تایید شوی.

 

د کرمې پر پوله دا تازه ډزې په داسې حال کي شوې چې د اکتوبر پر لسمه هم په همدې سرحدي سیمه کي د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه. پاکستاني پوځ ویلي وو چې په هغې نښته کي ۱۲ وسله وال او افغان طالبان وژل شوي او یو پاکستاني پوځي هم ژوند بایللی و.

 

د تازه نښتې له امله د سرحدي کلیو اوسېدونکو ته د احتمالي زیان په اړه لا معلومات نه دي ترلاسه شوي.